
ناول
لیکوال: فرانسیس پالین
ژباړن: عطا محمد میاخېل
لومړی سمندري سفر :
په تېر پسې :
هغه په غوسه وویل : هیڅوک نه شي کولای چې د پاچا آس او ژوند ته سترګې پټې کړې وي. ما وویل : لاس دې سمبال کړه، ما مه وژنه، ما یوازې آس د دې له پاره کتل، چې ډېر ښکلی دی .
هغه وپوښتل : ته څوک یې او ولې دلته راغلی یې ؟
ما وویل : زه د دې له پاره دلته یم، چې الله (ج) ډېر مهربان دی. زما بېړۍ یوه ټاپو ته ورسېده، زه لاړم چې د ونو لاندې لږ پلی وګرځم، مګر ټاپو مې د پښو لاندې وښورېده . سړي پوښتنه وکړه : څنګه کېدای شي، چې یو ټاپو وښورېږي ؟ ما په ځواب کې ورته وویل: هغه یو ټاپو نه بلکې یو ستر کب وو، زه سیند ته وغورځولم . بېړۍ چلوونکی او پاتې سوداګر بېړۍ ته را ورسېدل او یوه لوري ته یې حرکت وکړ، زه څو ورځې په دړه باندې ناست وم او باد دلته راوستم .
سړي په مهربانۍ وویل : راځه سوري ته، زه کولای شم، چې تاته خواړه و اوبه درکړم، خدای (ج) پرتا مهربان وو، زه یوازې د میاشتې یوه اوونۍ له نورو کسانو سره دلته راځم، موږ د پاچا غوره او ښکلي آسونه دلته راولو، د دې ځای خواړه ورته ښه دي، مګر د انسان له پاره په دې ځای کې وړ خواړه و اوبه شتون نه لري . زموږ ښار له دې ځای څخه ډېر لرې دی، ته پرته له زحمته راحت نه شي موندلای، مګر موږ سبا له دې ځایه ځو، خوښه دې ، چې له موږ سره لاړ شې ؟ ما ځواب ورکړ : هو زما خوښه ده، چې له تاسو سره له دې ټاپو څخه لاړ شم، له تاسو څخه ډېره زیاته مننه .
څو شېبې وروسته پاتې کسان سوري ته راغلل، هر یو له خپل ښکلي آس، سره راغی، هغوی زما کیسې ته غوږ ونیوه او پر ما ډېر مهربانه ول، بله ورځ، زه له هغوی او د پاچا له یوه ښکلي آس سره له هغه ځایه لاړو . د لارې په اوږدو کې هغوی د پاچا په اړه ماته خبرې وکړې. هغوی وویل : مهراج پاچا د دې ټاپو یو ستر پاچا دی، په ټولو خلکو ګران دی، ځکه چې هغه په ټولو مهربان دی له هر هېواد څخه دې ټاپو ته نیږدې زموږ هېواد ته سوداګر راځي . کله چې هغوی ښار ته ورسېدل، نو زما په اړه یې مهراج پاچا ته څه وویل، هغه ما پسې یو کس را ولېږه او خپل عجیب و غریب داستان مې ورته بیان کړ .
پاچا وویل : الله (ج) پرتا ډېره زیاته مهرباني کړې ده او هر څنګه چې کېږي، موږ له تاسره مرسته کوو. زه په مهراج پاچا ډېر ګران وم او هغه پرما ډېر مهربانه وو ...
نور بیا .....