د هجران شپه

   
شپه د هجران دی ماته خوب نه راځي
ژوندون مې ګران دی ماته خوب نه راځي
 
زړه مې ماشوم شو راته ژاړي مدام
سخت مې ګذران دی ماته خوب نه راځي
 
 
سترګې مې سرې د شوګیرو له لاسه
لوند مې ګریوان دی ماته خوب نه راځي
 
 
د زړه په کور کې مې غوغا جوړه ده
ډېر پسې وران دی ماته خوب نه راځي
 
 
بوراګان وايي د سپرلي سندرې
پر ما خزان دی ماته خوب نه راځي
 
که هر څو ځان غلطوم نه کیږي
هرخوا جانان دی ماته خوب نه راځي 
عثمان رسولي