
ناول:
لیکوال : پالین فرانسیس
ژباړن : عطا محمد میاخېل
لومړی سمندري سفر :
په تېر پسې :
ما د بېړۍ یو بکس را پیدا کړ او په هغه کې کېناستم. سړه شپه را ورسېده او باد هم زه یوه لوري ته خوځولم، بله ورځ، دغه راز بله شپه . سهار وو زه په رښتیا، چې ډېر وېرېدلی وم، له ځان سره مې فکر کاوه، چې دا دې وروستۍ ورځ ده، ناروغه وم او نیږدې و، چې مړ شم، ګوتې مې شنې او سړې شوې وې، د هغې ورځې په سبا مې غوښتل، چې ځان سیند ته وغورځوم او مړ شم، چې په یوه ټاپو مې سترګې ولګېدې، باد هغه ټاپو ته یوړم او په هغه ځای کې سیند د یوې ونې لاندې وغورځولم، له هغه وروسته مې له دې څخه زیات څه په یاد نه دي پاتې، مګر پوهېږم، چې تر دوه ورځو مې نه شو کولی، چې ځان وخوځوم. په فکر کې مې ګرځېدل، چې باید خواړه او اوبه پیدا کړم، ځکه چې نه مې غوښتل، چې مړ شم. سر بېره پردې مې کوښښ کاوه، چې ودرېږم... مګر نه مې شو کولای، ځکه چې پښې مې ډېرې ژوبلې شوې وې، ښکته مې د هغوی خواته کتل . ما چیغې وهلې، کب هڅه کوله، چې هغه وخوري، مجبور وم، چې هغه په اوبو پاکې ومینځم .
د خوړو او اوبو په لټه کې شوم، ډېر ستونزمن کار و، مګر ما د خپلو مټو په وسیله حرکت کاوه، بالاخره، مې سیند ته نیږدې د مېوې یوه ونه ومونده، یوه دوه ورځې د هغې لاندې پاتې شوم . د ونې مېوې مې خوړلې او د څکاک اوبه مې له کوچني سیند څخه لاسته راوړلې . په پښو کې مې لږ دمه پیدا شوې وه. مجبور وم، چې ځان وخوځوم، یو څه اندازه مېوه را واخلم، مګر د اوبو د لېږد له پاره مې څه ونه موندل. فکر مې کاوه، په هغه ځای کې بل سیند وي، مګر په هغه ځای کې هم د څکاک له پاره اوبه نه وې او د مېوو ونې هم شتون نه درلود، کورونه او خلک هم نه تر سترګو کېدل .
ما درې ورځې پیاده مزل وکړ، یو ځل بیا مې وېره پیل شوه، په ژړغوني انداز مې وویل : آیا په دې ټاپو کې زه لومړنی کس یم ؟، آیا دا ټاپو له انسانانو، حیواناتو او الوتونکو څخه تش دی ؟ په یوه لرې لاره باندې یوه شي حرکت وکړ، آیا یو خطر ناک حیوان وو ؟ یا یو مړی ؟، کله چې نیږدې ورغلم، ګورم چې یو ښکلی آس د یوې ونې لاندې ولاړ دی . فکر مې کاوه، چې دا آس د کوم پاچا او یا هم د کوم شتمن سړي دی . کله چې هغه زه ولیدم شور ما شور یې جوړ کړ، هر څنګه چې وو، ټوپ مې کړ او پرې سپور شوم، کله چې یوه سړي د آس شور ماشور واورېده، نو له سوري څخه یې بهر را منډې کړې . هغه په غوسه وویل :
نور بیا .....