
ناول:
لیکوال : پالین فرانسیس
ژباړن : عطا محمد میاخېل
لومړی سمندري سفر :
په تېر پسې :
په هغه ځای کې مو سوداګریز توکي اخیستل او خرڅول . یوه ورځ موږ یوه ښکلي ټاپو ته ورسېدو، دې ټاپو ښایسته ونې، ګلان او په بېلابېلو رنګونو ډېر الوتونکي لرل .
بېړۍ چلوونکي وویل :
زه دا ټاپو نه پېژنم، مګر ډېر ښایسته ښکاري، کېدای شي هلته اوبه پیدا کړو، بېړۍ به نیږدې ور ولو. هغه بېړۍ ټاپو ته نیږدې ور وسته، د اوبو په لټه له بېړۍ څخه ښکته شولو.
ما یوې خواته پیاده مزل پیل کړ، ځینې سوداګرو، یوه اندازه وچ لرګي پیدا کړل او په هغه ټاپو کې یې اور بل کړل . په ناڅاپي ډول ټاپو زموږ د پښو لاندې وښورېده، بېړۍ چلوونکي چیغې کړې : ټول وتښتئ ! د بېړۍ په لور منډې کړئ، ما یوه ستره تېروتنه وکړه . دا یو ټاپو نه، بلکې یو ستر کب دی . هغه د اوبو پر مخ ویده وو، مګر ستاسو اور هغه له خوبه را ویښ کړ. وتښتئ تر څو ژوندي پاتې شئ .
ټول وتښتېدل، مګر ماته د تېښتې لاره ډېره اوږده وه او ومې نه شو کولای، چې بېړۍ ته ژر څان ور ورسوم. ټاپو ډوله ( هماغه ستر کب، چې سیند باد یې پرمخ بند پاتې وو ) لامبو وهله او د سمندر ژورې په لور روان وو او زه هم له هغه سره د سمندر تل ته روان وم .
په دې وخت کې یو ډېر زورور باد را والوت او بېړۍ یوې خواته له ځان سره بوتله، کله چې زه د اوبو سطحې ته راغلم، نو بېړۍ مې له سترګو پناه شوې وه . په همدې وخت کې نیږدې وو، چې زه په دې ستر سمندر کې مړ شوی وای، چیغې مې کړې، هیچا نه شو کولای، چې په دې شېبه کې له ماسره مرسته وکړي، مګر خدای (ج) مهربان دی .
نور بیا .....