ادبي ذوق

 
لیکواله: وږمـــــه وردک
د ذوق (Taste) کلیمه په ادبیاتو کې خورا زیاته کارول شوې ده، د دې کلیمې مانا څه ناڅرگنده غوندې ښکاري.
ځینې وایي ذوق داسې قوه ده چې په هغې سره خوند معلومېږي او په ځینو ځایونو کې بیا د ذوق د کلیمې مانا په خوند، مزه، لطف او شوق باندې شوې ده.
د ذوق په هکله پوهان بېلابېلې نظریې لري، له دې امله باید د دې کلیمې مفهوم لږ وڅېړل شي.
ذوق څه شی دی؟
ذوق د ادبي آثارو داسې تلـــه ده چې د مانا او لفظ له مخې د هغو د ښکلا او عیبو په هکله پرېکړه کوي.
یعنې ذوق د خپل ذهني کیفیت اظهار یا انعکاس دی.
لکه څرنگه چې د هر چا اند او فکر یو شان نه وي، همداسې ذوقونه هم یو تر بله توپیر لري.  
د ذوق صفتونه هوښیاري، دقت، د ذهن تېزوالی او د یوه شي په څرنگوالي پوهېدنه او ماهیت ته رسېدنه ده.
په ادبیاتو کې د ادب په بېلابېلو ډولونو لکه ناول، لنډه کیسه، ډرامه او د شاعرۍ په برخه غزل، څلوریزه، قطعه او داسې نورو بڼو کې د دې تر څنگ چې فورم ته یې پاملرنه کېږي باید د لوستونکو ذوق هم جوخت ورسره په پام کې ونیول شي.
په دې مانا چې په ادبیاتو کې له لیکوالانو څخه دوې تمې کېږي:
۱) باید په خپله لیکنه کې پوره مانا ولېږدوي او ټول اصول مراعات کړي.
۲) د لوستونکو ذوق په پام کې ونیسي. یعنې لیکنه یې داسې وي چې لوستونکي ترې خوند واخلي.
 
استاد اسدالله عضنفر په ادبیاتو کېد ادبي ذوق په هکله داسې وایي: (د هرې ژبې ویونکي د ادبي ذوق یو معیار لري. د ادب د خاوندانو هڅه دا وي چې د خلکو د عمومي ذوق معیار اوچت کړي. هر څومره چې دغه هڅه کامیابه وي هغومره یو ملت ژوندي ادبیات لري او چې د ملت ادبیات ژوندي وي، ژبه یې نه مري).
ډاکټر فرشیدورد په خپل کتاب «درباره ادبیات و نقد ادبي» کې وایي:
(ادبي ذوق د ادبي اثارو د قوت او ضعف ډېر مهم لامل گرځي چې انسان وکولای شي د یوه شعر یا داستان ښه والی یا بدوالی تشخیص کړي او هغه وڅېړي. په خپله ذوق له دوو عناصرو څخه جوړ شوی:  ۱) فطري استعداد کوم چې اکتسابي نه دی ۲) ادبي او هنري روزنه او عادت چې اکتسابي دی او انسان یې له ټولنیز او کورني چاپېریال ورسره د زده کړې له ځایه زده کوي).
نو په لیکونکو او لوستونکو ذوق حاکم کولای شو او د هغه حکم معتبر گڼو.
که یو لیکوال هر څومره لایق وي خو چې ذوق ورسره نه وي نو د ده هره لیکنه به د لوستونکو لپاره بې خونده تمامه شوې وي.
ډاکټر زرین کوب په «اشنایي با نقد ادبي» کتاب کې وایي:
(که ذوق تر ادبي روزنې او پالنې لاندې ونیول شي صیقل کېږي؛ کلي او عمومي جنبه پیدا کوي. په حقیقت کې ذوق له تېز او چټک احساس او ادراک څخه عبارت دی چې د طبیعت د آثارو او هنر ښېگڼې او بدگڼې راسربېره کوي چې البته تهذیب او تربیه هغه ته پراختیا او بشپړتیا وربښي).
د ادب له مهمو عناصرو څخه یو یې «ذوق» دی، په ادبیاتو له ادبي ذوق څخه په آثارو کې (کلام او مانا) د خوند معلوملو لپاره کار اخیستل کېږي.