په ادب کې ښکلا

 
لیکنه: وږمه وردک
 
ادب یو هنر دی، له هنر نه د ښکلا وتل د هنر دمړینې سبب گرځي،له دې امله په ادب کې ښکلا اړینه ده.
موږ په نړۍ کې ډېر داسې شيان وينو، چې درک کېداى شي، خو تعريفېداى نه شي؛ ښکلا همهمداسې ده .
تر دمه د ښکلا لپاره کوم ټاکلی تعریف نه دی موندل شوی، اصولاً ښکلا یو نه تعریف کېدونکی  کیفیت دی، د هغه درک له عجیبو او غریبو، له اسرارو ډکو باطني او پټو لارو څخه کېدای شي.
د ښکلا تعريف د نسل، زمان او مکان تر اغېزې لاندې ده او يوازې د ذوق په تله تلل کېږي، خو ښکلا پېژندنه يوازې هغه مهال د ډېر پام وړ ورځېده، کله چې بام گارټن (١٧١٤_١٧٤٢ع) پر دې موضوع دوکتورا Ph.D  سند واخيست او (AESTHIETICS)  نوم يې ورکړ، یعنې د ښکلا بنسټ اېښودونکی بام گارټن دی.
په دې لړ کې یو خیال دا هم دی چې ښکلا له آره د لیدونکي په سترگو کې وي، یعنې دا د لیدونکي د خپل ذهني کیفیت اظهار یا انعکاس دی.
د دې برعکس بل چېرې بیا داسې ویل شوي چې ښکلا په موضوع کې وي، یعنې په هغه شي کې وي چې کوم لیدونکی یې وویني او خوند ترې واخلي.
درېیمه عقیده دا ده چې ښکلا یو گډ صفت یا مرکب کیفیت دی، چې لیدونکی او هغه شی چې ښکلي بلل کېږي، دواړه یو ځای شي او یو کیفیت پیدا کړي.
ښکلا یوه فطري غوښتنه ده او په انسان کې تل د ښکلا احساس ساه اخلي.
د ادبیاتو په بېلابېلو ډولونو کې له اصولو سره سم د ښکلا تشخیص کېږي، په ادبي کلام د ښکلا لپاره ځانگړي توکي او کلمې راوړل کېږي، چې دا په خپله د ادب او ښکلا اړیکې له یو بل سره ښيي، که د بېلگې په توگه یې راوړو:
په ادبي کلام کې د  گلاب گل څوک ددې لپاره نه خوښوي چې د هغه عرق د سترگو د درمل په توگه استعمالېږي، بلکي ددې لپاره یې خوښوي چې ښکلی دی او ښکلا مستقل ارزښت لري.
دا چې په ادب کې ښکلا څومره اړینه ده، بېلابېلو لیکوالانو او پوهانو یې په اړه لیکلي.
عبدالغفور لېوال لیکي: (ادبیات دهنر او ښکلاپنځونې په مرسته دانساني غوښتنو، ایډیالونو، ارمانونو او رواني تمایلاتو تمثیل کوي، داهڅه دبشري ژوند دشرایطو دښه والي لپاره یوه معنوي هڅه ده او داهماغه ژمنتیا ده، چې ادبیات یې لري. شعر او نور هنرونه په لاشعوري بڼه دانسان په رواني نړۍ کې ښکلا، مینه اوځپل شوې عاطفي جاذبې راپېژني، شعر او هنرونه دښکلاخوښوونې غریزهخړوبوي او ادبیات دانسان ټولنیز ارزښت تمثیلوي).
د نړۍ هر انسان ښکلا پېژني، خو هېڅ انسان نه دى بريالى شوى چې دغه هر چا ته معلوم ارزښت تعريف کړي.له ښکلا سره د انسان تړاو د هغه د احساس همزولى دى.
ښکلاهغه بوږنونکې لېدنه ده چې احساسات پاروي، عواطف راویښوي اوخپل تگ لوری ټاکي، چې پېژندنه یې اوږد مهال ته اړتیا لري.
په ادب کې ښکلا د موادو په ځانگړي اوډن او د الفاظو په ځانگړي استعمال  form  پورې اړه لري.
په ادب کې د ښکلا ځلېده او څرگنډېده له آره د هغه د خارجي بڼې په موزونیت پورې اړه لري او په دې خارجي بڼه کې د لفظونو موزون انتخاب او د هغو موزون ترتیب په ځانگړې توگه باید په پام کې ونیول شي؛ د ترتیب له دې ښکلا څخه غوږ او تخیل دواړه خوند اخلي او دا د ادبي ښکلا نـــښه ده.
په ادبیاتو کې د الفاظو پر ترتیب باندې معناوې هم اغېز لري او په دېټولو چارو کې معناوې هم کله کله موجودې وي.
ادبي ښکلا یوازې د آوازونو نوم نه دی، بلکې ادبي ښکلا هغه وخت رامنځته کېږي چې آوازونه د معناوو ترجمانان جوړ شي.
ماخذونه:
ادب او ادبپوهنه / عبدالمالک همت
ښکلا څه ته وایي؟ / رحمت الله حکیمي
ښکلا او ادب / مصطفی سالک