کلتور یعنې څه؟

 
لیکواله: وږمـــه وردک
 
چېرې چې انسان وي، هلته کلتور هم شته، خو دا پوښتنه له هر چا سره پیدا کېږي، چې کلـــتور یعنې څه؟
کلتور په بشپړه توگه یوه پېچلې او څو اړخیزه پدیده ده.
د کلتور یا کلچر اصطلاح پخوانۍ او لرغونې ریښه لري، د دغې کلیمې ریښه د لاتیني ژبې (Cultura) کلیمې ته رسېږي، چې د ځمکې چمتو کولو، کرنې، څارنې، مراقبت او پالنې ماناوې لري، یعنې په لرغونو زمانو کې د کلتور کلیمه د کرنې لپاره د شاړې ځمکې د چمتو کولو، آبادولو او جوړولو په معنا وه. په خپله کلتور فرانسوي کلیمه ده چې په انگلیسي کې ورته کلچر وایي، د لومړني ځل لپاره د کلچر يا کلتور کلیمه په ټولنه کې د ژوند کولو لپاره استعمال شوې ده، باید وویل شي چې د کلتور او کلچر دکلیمو مترادف په عربي ژبه کې ثقافت دی، چې ځیرکۍ او هوښیارۍ ته ویل کېږي.
کلتور د یوې ټولنې ټولې هغه مادي او معنوي لاسته راوړنې دي چې د تاریخ په اوږدو کې له یوه نسل نه بل نسل ته په میراث پاتې شوې وي؛ نو کلتور په عمومي توگه د انسانانو کړه وړه دي.
د ټولنې او چاپېریال ټول توکي، چې په خپله د ټولنې د وگړو له خوا رامنځته شوي، کلتور گڼل کېږي.
هنر، موزیک، انځورگري، سندرې، ژبه، دود، دستور، د ژوند ادب، سینما، گډا، ادبیات، سپورت، جامې، خوراک، ډرامه، تیاتر، ناسته پاسته، ودانۍ، غم، ښادي، ولسي سندرې، لنډۍ، ملي ویاړنې، تاریخي ودانۍ ... او داسې نور کلتوري ارزښتونه بلل کېږي، دا ټول هغه څه دي چې د انسانانو په وسیله د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوي دي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت بېلابېل قومونه ځانتهفرهنگ، کلتور، کلتوري ارزښتونه، فرهنگي میراثونه، دود او عنعنات لري، چې هر قوم او هره قبيله يې په ارزښتناکو ځانگړتياووباندې ویاړي.
کلتور له یوې خوا د انسانانو د یو ځای کولو او د بلې خوا له طبیعت څخه د انسانانو د را جلا کولو وسیله ده، ځکه کلتور انسانان او ټولنې په "موږ" او "دوی" باندې وېشي؛ همدا د "موږ" او "دوی" تر منځ توپیر دی، چې هویت ته بڼه ورکوي. څومره چې توپیرونه زیات وي، هویتونه هم زیاتېږي.
کلتور پر انسانانو او انسانان پر کلتور ډېر اغیز لري.
همدارنگه په ځینو ځایونو کې د انسان عمومي اړیکې له خپل چاپېریال سره هم د کلتور په نوم یادې شوې دي.
هر انسان د کلتور څښتن دی چې په ځانگړي کلتور کې روزل کېږي، هر ماشوم په یوه کلتور کې لوېږي خو ماشوم له کلتور سره یو ځای نه پیدا کېږي، بلکې د وخت له تېرېدو سره سم په کومه ټولنه کې چې اوسېږي، د همغې ټولنې کلتور خپلوي.
په ټولنیز ژوند کې ټول معنویات په کلتور پورې اړه لري.
دوکتور لطیف بهاند کلتور داسې تعریفوي: "د کلتور کلیمه په خپل بشپړ مفهوم سره، یعنې هغه څه چې د خپلې کورنۍ، مینې، کلي، ښار او یا هېواد په پرېښودو سره انسان نه پردی کېږي".
د انسانانو لومړنی ژوند، لومړنی کلتور و او دی، همدا کلتور د لومړني انسان د ژوند هېنداره ده، چې د هغه د ژوند د ټول تاریخ څرگندوی دی.
د سارې په توگه زموږ خپل پښتني کلتور چې ډېر لرغونی او ان شپږ زره کاله لرغونتوب لري، چې تر اوسه پورې په افغاني ټولنه کې ساتل شوی، پالل شوی او اوس هم د یوه ژوندي کلتور په بڼه په توله نړۍ کې پېژندل کېږي.
د همدې خبرې له مخې دی چې وایي: ماضي نه مري، نه یوازې نه مري او معاصرې زمانې سره ژوند ته دوام ورکوي، بلکې د راتلونکي ژوند د لوري په ټاکلو کې هم خپلې اغېزې پرېږدي.
دغه اغېزې ټولې د کلتوري میراثونو لکه: عنعنې، مجسمې، یادگارونه، سنتونه، زیارتونه، دود او دستور، مذهبي عقیدې، معنوي ارزښتونه ... او داسې نورو په بڼه ځان څرگندوي، چې د زرو کلونو په لړ کې به هم څوک ونه شي کولای هغه ورک، نابود یا ووژني.
مگر دا چې که د یوې ټولنې په وگړو کې له بلې تولنې څخه د تقليد روحيه پياوړې وي، د دې امکان لیدل کېږي چې د هغې ټولنې د کلتور په بدلون کې اغېز ولري.
یعنې کلتور نه یوازې د پراختیا لاره وهي بلکې ځینې وخت آن د ورکېدا تر گواښ لاندې هم راتلی شي.
د کلتور په بدلون کې مهمه خبره دا ده چې دا بدلون له بهر او یا د نورو په وسیله تحمیل او ومنل شي.
علامه سيد جمال الدين افغان وایي چې:"علم له نورو واخله، خو خپل کلتور وساته".
د غرب ترڅنگ زموږ گاونډ هېوادونه، د سترو تاریخي دښمنو په صفت تل په همدې هڅه کې دي چې په کلتور، ملي ټرمنالوژۍ، ملي هویت، ملي ژبه، ملي سرود، ملي کرښې ان افغاني نومونو کې مو لاسوهنې وکړي او پر ځای یې د خپلې موخې مطابق پلانونه عملي کړي.
دا د هر چا دنده ده، چې خپل تاریخي کلتور او عنعنې د پردیو له لاسوهنو خوندي وساتي.
 
ماخذونه:
کلتور پوهنه – دکتور لطیف بهاند
بېلابېل وېبسایټونه