
ژباړه: آرش ننګیال
سارا له خپل خاوند او دوو زامنو سره ډېر خوشاله ژوند لورده، سارا یوه هوښاره او وفاداره مېرمن وه.
د مېرمن سارا خاوند د زړه د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شو.
سارا له خپلو دوو زامنو سره په کور کې یوازې پاتې شوه، یوه ورځ د څه کار لپاره له کوره ووته، کله چې کور ته راستنه شوه، ګوري چې د غبرګو زامنو مړي ورته پراته دي. زامن یې په یوې ترافیکې پېښه کې وژل شوي وو.
مور د زامنو غم په یوازې ځان تحمل کاوه، سارا په دې فکر کې وه چې په څه ډول خپل خاوند چې د زړه ناروغي هم لري پوی کړي چې زامن یې مړه شوي دي.
سارا به ټوله ورځ الله ته دعاګانې کولې چې د حل یوه مناسبه لار ور وښايي، سارا یوه مومنه مېرمن وه او په خدای یې باور او یقین درلوده، خاوند یې هم ښه او مومن انسان و.
هغه ورځ هم راغله چې خاوند یې کور ته روان شو.
خاوند کور ته راغی، سارا ته غاړې وت او د زامنو پوښتنه یې وکړه، څو چې زړه ته یې رانژدې او خپله څو ورځنۍ ستړیا لرې کړي.
خو مېرمنې ورته وویل چې هغوی ښه دي، ته حمام او لږ څه استراحت وکړه بیا به یې وګورې.
څو چې خاوند له خوبه راوېښېده سارا د غرمې دوډۍ تیاره کړه، ښځه او خاوند ډوډۍ ته کېناستل، خاوند د زامنو پوښتنه یوځل بیا وکړ. خو سارا ورته وویل:
ـ د هغوی په فکر کې مه اوسه، لمړی د یوې ستونزې په حل کې راسره مرسته وکړه.
خاوند د مرستې ډاډ ورکړ او د ستونزې په هکله یې مالومات وغوښتل.
سارا ورته وویل :
ـ څو ورځې چې ته په کور کې نه وې، ستا یو ملګری راغی او دوه ډېر قیمتي او نایابه غمي یې موږ ته امانت راکړل چې و یې وساتو. اوس راغلی چې دغه غمي بیرته واخلي خو زما زړه نه کېږي چې دا قیمتي غمي بیرته ورکړم، زه ورسره ډېره مینه لرم، ما ته خورا ارزښت لری، نه پوهېږم چې څه وکړم؟
خاوند سخت حیران شو، مېرمنې ته یې وویل:
ـ ته خو داسې مېرمن نه وې چې د خلکو مال ته سترګې پټې کړې، ته خو ډېره امانت داره او ژمنه مېرمن وې؟
ـ خو ما هېڅ کله داسې قیمتي غمي نه دي لیدلي، ما ته ډېر ارزښت لري.
خاوند په قهر شو:
ـ هغه ستا شته نه دي ځکه خو ته هېڅ هم له لاسه نه ورکوې، د غمیو نه ستنول غلا ده. غمي ورته بېرته ورکوو، زه درسره مرسته کوم چې د غمیو په ورکولو سره هېڅ خواشینې نه شې. همدا اوس دا کار ترسره کوو.
سارا په ارامۍ وویل:
ـ هرڅه چې ته ووایې هماغسې کوم، که رښتیا ووایم غمي یې رانه بېرته اخیستی دي، دا قیمتي غمي زموږ زامن دي، چې الله پاک موږ ته امانت راکړي وو. ته چې روغتون کې وې بېرته یې رانه واخیستل.
خاوند د خپلې هوښيارې مېرمنې په مطلب پوی شو، یو بل ته غاړې وتل او ډېره شیبه یې د یو بل په اوږه اوښکې تویې کړې او دغه له تحمله وتی غم یې په ډېرې هوښیارۍ ومانه.
۰۴ـ۰۳ـ۴۰۱۴
کابل