يو څو کيسه ګۍ/ ۲۵

 
آشنايي:
هیڅکله یې سمندر نه وو لیدلی، لومړی ځل یې چې ولید تر شونډو لاندې یې وویل لکه زموږ د ولایت دښته هسې دی هماغه راز غږ او هماغه راز څپې...
 
بیروبار:
د کوټه سنګي پله ته نږدې په داسې حال کې چې د ماسپښین لمر هم ورته مخامخ وو او خولې يې په مخ را روانې وې په موټر کې راډیو ته غوږ وو چې د نوي ژوند او د نړۍ د بیروبار ښارونو په اړه یې مطلب لوست...
کاندید:
د انتخاباتي کمپاین په ټولو غونډو کې يې د روښانه راتلونکي لپاره د غوره پروګرامونو او حتمي بریا خبرې کولې خو کله کله به شکمن شو چې داسې وخت رانشي چې پښېمانه اوسي...
 
بې وزلي:
ښونځی یې له کلي ډیر لیرې وو، له ټولو به يې وختي ښونځي ته ځان رساوه تر څو له ټولو اول ورسیږي او هیڅوک يې ونه ويني؛ کله به چې ښونځي ته ورسید بوټونه به یې په پښو کړل...
نوټ: البته ټوله طرحه زما خپله نه ده
 
له ځان سره سوچ یووړ؛ د خپلې میرمنې ویجاړه خوله چې په ژړا خلاصه وه او په مخ را تویېدونکې اوښکې يې په ذهن کې ور وګرځیدې، غلی وو، د هغې ښیراوې او ښکنځلې چې ده ته یې کولې سر یې وښوراوه خو چې په لاس کې یې خپل لرګی په یاد ورغی ژر یې سترګې لوڅې کړې او سوچ یې په بله خوا کړ...
 
تحفه
-         سلام کاکا جان! نارینه جرابې لرئ؟
-         بلې لور مې جار شم، یوه جوړه غواړې؟
-         نه! یوه د ښۍ پښې لپاره ...
ژباړه