
لیکوال /اېلین پېلین ۱۸۷۷- ۱۹۴۷/
ژباړه: عثمان رسولي
په کلي کې آوازه شوه چې ماتای بابا مړ شو، خو هیچا هم نه منله. هغه دومره ساعت تیره او ټوکي سړی ؤ چې ټولو فکر کاوه چې ټوکې کوي. کله چې یووا نومې بوډۍ راغله او د ده د ځنکندن کیسه یې په زېر او زبر سره وکړه، ټولو ومنله. څنګه چې یې په خپل خره باندې د لرګیو بار راوړی، خر یې په آخور کې تړلې، واښه یې ورته آچولي او خپله کور ته ننوتلی دی. د نغري غاړې ته ناست او د چیلم په څکولو یې پیل کړی. ناڅاپه یې په نس درد شوي، نارې او فریاد یې کړی او ځای په ځای پرېوتلی دی.
ټول همسایه ګان یې خبر شوي او پوښتنې ته ورغلي دي. په دوی کې یووا بوډۍ هم وه. ماتای بابا ډېرغریب ؤ او یوازې اوسیدو. یو د کوترې په څېر خړ خر یې هم لرلو، نور یې هیڅوک نلرل. یووا بوډۍ ویل چې یو ځل چې د چا روح په تلو شي بیا یې هیڅوک هم نه شي را ګرځولی. چې هر څومره مې ورته وویل چې خدای یاد کړي او اخري عبادت وکړي، خو کومه نتیجه یې ورنکړه. له سړي نه تیره وه. کله چې مو شراب ورته راوړل ، سملاسي یې په سر واړول، له خندا نه شین شو او په خندا خندا کې یې ساه ورکړه. ټول حیران شول او نه پوهیدل چې سړی شرابو نیشه کړ او که روح یې مخامخ جنت ته لاړ.
کله چې ماتای بابا هغې دنیا ته لاړ، له یو څه منزل نه وروسته یوې څلور لارې ته ورسید. حیران ؤ چې پر کومه خوا لاړ شي. هلته د ده په څېر په سل ګونو مساپران نور هم د تګ په حال کې ؤ. له سلام او ښه راغلاست نه وروسته یې ترېنه وپوښتل:
- قدرمنو د دوزخ لاره کومه ده؟
ټولو په حیرانتیا سره ورته وکتل. ده بیا ورته وویل:
- د دوزخ لاره یادوم.
دوی د لاس په اشارې سره ورته وښوده. دی هم سملاسي په همغه لاره روان شو.
په لاره کې له ځانه سره اخته ؤ، کرل او ریبل یې « خامخا به مې هملته ور واچوي. بیا به یې له ځانه سره وویل ته خو لږ صبر وکړه چې یو ځل خو ور ورسېږې. زه غریب سړی د جنت لپاره نه یم پیدا شوی. جنت د غټانو، معتبرو او مالدارو خلکو لپاره دی. ته زما کالیو ته وګوره، زما چابدو پښو او تڼاکو لاسونو او دې بد حال ته وګوره او بیا جنت ته وګوره. مابه پدې حال څوک په جنت کې پرېږدي؟ آتیا کاله مې د سپي په شان ژوند وکړ، ته وايې چې اوس به جنت درکړي؟ بې غمه اوسه، په خدای که خو به یې په سترګو هم ووینې. که څه هم د خدای په فرمانونو مې ژوند کړی دی، کومه داسې لویه ګناه یا ختا نده رانه شوې، خو څوک د ستا په غم کې دي؟ د دې شیانو او بیا د ما په شان غریبانو، څوک پوښتنه هم نه کوي. ته څه وايې چې خدای به کښينې او له تا سره به حساب کوي؟ نه، هغه دومره بیکاره ندی چې د ستا په شان خلکو پوښتنه وکړي. مونږ یې د زېږېدو له اولې ورځې نه د شیطان په کتابچې کې لیکلي یو. که څه هم په خپل ژوند کې مې حتی یو ځل هم له حده زیاته نیشه نده کړې. شراب مې له ښې ورځې نه نه څښل. د ډېر غم او ستونځو له کبله مې څښل. نه مې کار په مخ تلو او نه هم ژوند. بس په همدې شرابو باندې مو خپله تنده ماتوله. هر ډول چې ؤ مقصد دوزخ مې ځان ته ګټلی دی او دادی اوس ور وران یم.»
پدې توګه ماتای بابا په خپلو چورتونو کې روان ؤ چې یو چا د شا له خوا نه ونیوو او ورته ویې ویل:
- ودرېږه بابا، چرته روان یې؟
بابا ځواب ورکړ:
- دوزخ ته.
- دوزخ ته؟ تا لاره غلطه کړې ده بابا.
- نه ، نه مې ده غلطه کړې.... زه ډېر ښه پوهیږم چې چرته ځم....زما دې ساده ګی ته مه ګوره!
- د تا نوم په جنت کې لیکل شوی دی..... دادی زه د همدې لپاره رالیږل شوی یم چې جنت ته دې بوزم. زه ملایېک یم.
- هلکه په ما باندې به چټي ملنډې نه وهې. ځه خپله لار دې وهه! په سپین ږیرو ملنډې وهل شرم دی...
ملایک پوه شو چې په خوږې نه کیږي. له سړي نه یې غېږه را تاو کړه او پورته د آسمانونو او رڼا ګانو په لور وآلوتو.
- هلکه چرته مې وړې؟ د شرابو بوی نه ګورې چې رانه ځي؟ باداران به دې درته په غصه شي چې پدې بلا څه کوې؟
خو ملایېک د ماتای بابا خبرو ته غوږ نه نیوو او خپلې آلوتنې ته یې دوام ورکاوه تر څو چې د جنت دروازې ته ورسیدل. دروازه د سرو زرو او لعلونو نه جوړه شوې وه او د لمر په څېر ځلیده. هلته یو پیره دار ملایېک د سپينو زرو له کونجې او همدارنګه یوې کتابچې سره ولاړ ؤ. د کتابچې پاڼې یې سره آړولې او را آړولې. له بابا نه یې تپوس وکړ:
- د کوم کلي یې؟
له ماتای بابا نه ټولې لارې ورکې وې مجبور ؤ چې سملاسي ځواب ورکړي.
- د پودویېنې.
- د پو...؟
ماتای بابا د کاڼه ګمان پرې وکړ او بیا یې په لوړ آواز ورته وویل:
- د پودویېنې.
هغه پو پو پو پو تکرارول او د کتابچې پاڼې یې را آړولې او چې پیدا یې کړ، سملاسي یې وویل :
- بخښلئ.
ماتای بابا سملاسي وویل:
- دا هیڅ امکان نلري. هرومرو به په کتابچې کې کومه غلطي وي.
پیره دار ملایېک ته سخت قهر ورغی او ورته ویې ویل:
- داد خدای کتابچه ده. څنګه کیدلی شي چې د خدای په کتابچې کې غلطي وي؟
ماتای بابا حیران شو او ویې ویل:
- سمه ده. خو چې بیا پښیمان نه شئ او ګیله ونکړئ.
څنګه او ولې؟
- وه سړیه، زه درته وایم چې ما په هغه دنیا کې ډېر شراب څښل. زړه ته مې نه لوېږي چې زه دې بخښلی اوسم.
پیره دار ملایېک ورته وویل:
- سمه ده شراب به د څښل، خو همدومره تکلیفونه هم در باندې تیریدل او ښه کارونه دې هم کول. ځکه بخښل شوی یې.
لدې خبرو سره سم یې دروازه ورته خلاصه کړه خو ماتای بابا بیا یو څه وویل:
- کاشکې چې خپل خر مې هم له ځانه سره راوستلی وای.
پیره دارملایېک ته پدې خبره قهر ورغی. ماتای بابا یې جنت ته ور ټیله کړ او دروازه یې ور پسې را پورې کړه.
د ماتای بابا چې جنت ولیدو، خوله یې له ډېرې حیرانتیا نه خلاصه پاته شوه.
جنت ته له ننوتو سره سم د خپلې آنیا په فکر کې شو. هغه ډېره پخوا له نیمګړې دنیا نه را کوچ شوې وه. له ځانه سره یې وویل:
- زه چې یې دلته راوستلم، هغه خوبه یې هرومرو د جنت په مینځ کې آچولي وي. ځکه چې هغه ډېره ښه او بختوره ښځه وه. شکر خدایه چې آنیا مې دلته ده، که نه زما خو به دلته زره چابدلې وای. پدې وخت کې یې یو بل ملاییک ولېد او سملاسي یې ترېنه وپوښتل:
- د ماتایڅه په نوم دلته کومه آنیا شته؟ واړکی نوم یې ترېنا ده.
هغه ترېنه تپوس وکړ:
- د کوم کلي ده؟
- د پودویېنې.
ملاییک ځواب ورکړ:
- هو شته ، شته.
ملایېک ماتای بابا ته په جنت کې لږ چکر ورکړ. ماتای بابا د جنت له ښایستونو نه زړه باغ باغ کیدو او ویل یې اوهو دا څه ښکلاګانې اوهو دا څه ښایستونه...دا ټول یوازې د بخښل شویو لپاره ... بیا یې تپوس وکړ:
- هغه د واړوکې کلیسا ملا نیکولای به هم هرومرو همدلته چېرې وي. که څنګه؟
- څوک؟
هغه د واړې کلیسا ملا نیکولای یادوم. هغه به مونږ ته پیسې په سودونو راکولې. زه یې اوس هم قرضدار یم. اوس حیران یم چې څنګه به سترګې ور سره غړوم. ترېنه شرمیږم ځکه چې مخکې لدې چې قرض یې بیرته ورکړم، دی مړ شو.
- بابا هغه ملا نیکولای چې ته یې یادوې په دوزخ کې پروت دی.
- چپ شه! ګوره چې بله خبره ونکړې! دا څنګه امکان لري؟
- رښتیا درته وایم.
- هغه خو د دین ستنه وه، هغه خو به ټوله ورځ مونږ ته نصیحتونه کول. دا څنګه خبره ده؟
- دلته هغه خبرې نشته. هر څوک پوهیږي او خپل عمل یې پوهیږي. نیکولای ملا ؤ ، خو ډېر ګناهونه یې کړي دي همدا یې سزا ده. ملا نیکولای خو لا خو پرېږده چې هغه د لويې کلیسا هغه لوی مولوي هم دلته په دوزخ کې پروت دی.
- بس نور څه مه وایه. وایم هیڅ یې نه درسره منم.
- هو بابا، رښتیا وایم. هغه بیا په خپل مولوي توب باندې ډېر غره ؤ. مغرور ؤ. د غریبانو نه یې بد راتلل او نفرت یې ترېنه کاوه. یوازې د مالدارو او غټانو په خدمت کې ؤ. خپله به لوکس ګرځيدلو او ښه خواړه به یې خوړل خو د نورو غریبانو او وږیو تږیو خلکو په کیسه کې هم نه ؤ. آیا دا تاته ګناه نه ښکاري؟
ماتای بابا پخپل لاس سره د ټنډې خولې پاکې کړې او ویې ویل:
- څه خبر یم چې ګناه ده او که ثواب. مونږ ساده خلک یو. پدې شیانو نه پوهیږو. دا خبرې نور پرېږده. اوس دا ووایه چې می خانه چرته ده. زر مې ور وله چې ستونی مې په شرابو پسې بیخي وچ شو.
ملایېک ورته وویل:
- او هوووو، دلته می خانې نشته دي بابا.
- نشته؟
- نشته نشته!
- دا څنګه کیدلی شي چې په دې ښکلاګانو او ښایستونو کې دې می خانې نه وي؟سړی به چرته شراب څښي؟ سړی به چرته خپله ستړیا لېرې کوي؟ ماته وګوره چې له څومره لېرې، هغه بلې دنیا نه راغلی یم، ستړی ستومان ....هلته به ملا راته ویل چې په جنت کې هر څه وغواړې شته.... خو اوس ګوره چې هغسې نده. کاشکې دوزخ ته تللی وای، هلته خو به می خانه وي کنه؟
- هو، هلته شته.
- چې داسې وي نو مهرباني وکړه ما هلته بوزه. زه یې لدې جنت نه تیر یم. دا آرامی او ښکلاګانې څه کوم، یو ګوټ شراب چې پکې نه وي. در سره منم یې چې په دوزخ کې بده ورځ ده، خو مونږ هم ښه ورځ نده لیدلې. مونږ پکې عادت یو. چې هر څومره سختي هم در باندې راشي، چې یو ګوټ وکړې سموي دي.
- نه بابا، دا نشي کیدلی!
بابا یو سوړ آسویلی وایستو او ویې ویل:
- دا خو داسې شو لکه محبس. چرته چې دې زړه وغواړي نشې تللی.
ملاییک ډاډ ورکړ چې:
- خیر دی بابا، ورو ورو به عادت شې.
ماتای بابا بیا آسویلی وایست او مجبور شو چې له چالاکۍ نه کار واخلي:
- دلته به هم لکه چې زده کول کوو، اوس مجبور یم چې در ویې ښیم. هلکه، د می خانې خلاصول ډېره ګټه لري. که پخپله له خدای پاک سره مخامخ شم هم مخامخ به دا خبره ورته وکړم چې پدې کې ګټه ده....نور خو یې پرېږده د مالیې را ټولول ډېر اسانیږي. ځکه چې ټول خلک په می خانې کې سره را ټولیږي، که نه د دې خلکو نه د مالیې را ټولول هم ډېر مشکل دي. له لویې سرګردانۍ نه به خلاص شی.
- دلته مالیې نشته بابا.
- رښتیا وایې او که ټوکې کوې، نشته؟
- هو، نشته!
ماتای بابا چې دا خبره واورېده زړه یې د ډېرې خوشحالۍ نه باغ باغ شو، یو لوی شکر یې وباسلو او ویې ویل:
- هو خدایه، چې مالیه نه وي، نو دلته به رښتیا هم آرام او راحت ژوند وکړم. ستاسودا کار مې له هر څه نه ډېر خوښ شو.
ماتای بابا سملاسي په جنت کې د خپلې آنیا په لټولو پیل وکړ.
پای