
په يو نظر دولس چېنې وباسي
د زړه له تله اندېښنې وباسي
هوا چې ښه وي گناهونه کوي
چې پړک د تندر شي توبې وباسي
امن امان به ورته وايوو په څه؟
حالات مو اوس هم جنازې وباسي
زموږ هېواد لکه ويشتلى مارغه
څوک يې غړۍ څوک يې بڼې وباسي
خدای(ج) دې له ځينو ځينو ساته ساده
سړى اخير له گوزارې وباسي.
٠٩/٠١/١٣٨٦
حيدرآباد