غزل

وشوه مــــوده، چې د هوس آس مې نهر ساتمه
ته وا په سره غـــــــــرمه وړه لپه کې لمر ساتمه
 
زړه نښتېځم او ترېنه زړی د دردونـــــــو باســـــم
په ځان خيال نه ساتمه، زړه کې د زړه سر ساتمه
 
په خپل ورغوي کې مې ستا سترګو ته زړه نيولی
ستا د ښايست د مــــــــــقاماتو پرې نظر ساتمه
 
د خپل وجـــــــود ورکه مــوندلای شم بلا ورپسې
ناست يمه، ستا د ښايستونو لوی لښکـر ساتمه
 
ته لکـــه څـــــــړيکه، لکه درد او لکــه واړه عــذاب
زه، لکــــه ستا په اننګــــيو کې چې شر ساتــمه
 
بس همدا زه يم، همدا ته يې، همدا ژوند او روزګار
بس همدې تش حباب کې واړه سمــندر ساتــمه