اکرم او سارا (دويم څپرکی)/ ناول

 
ښځه ناهيلي او په دی پوه شوه چی که يی خاوند نور هم ټينګ کړی نو کيدای شی چی منفی برخورد وکړی. ځکه يی خبره نوره ترخاشو لاندی کړه.
سره ددی چې د اکرم دمورخوښه نه وه چی يوازينی زوی يی ځنی مسافرشی ولی په هيڅ ډول يی نه غوښتل چې هغه نا هيلی کړی. دوه متضاد فکرونه د اکرم دمور په سرکی يو دبل سره په خورا سخته جګړه بوخت وه، هريوه يی کوښښ کاوه ترڅو غالب شی، خوداسی معلوميده چی داکرم هيلی غالبی وی.
په دی منځ کی څو ورځي تيری شوی، اوسره ددی چی اکرم به هره ورځ د مورپوښتنه کول، خو مور، په دی خاطر چې نه يی غوښتل زوی خپه کړی، زوی ته يی د زړه حال نه وايه.
بله ورځ اکرم مور راټينګه کړه او ورته يی داسی وويل:
موری، ايا ته می پلارته وايی او کنه، او که وايی نو څه وخت به ورته ووايی؟
مور يی نوره د تښتی لاره نه لرله او مجبوره وه چی د پلار پيغام زوی ته ورسوی. داسی يی وويل، هو! زويه ستا پلارته می وويل خو دهغه خوښه نه ده او وايی چې((څه دی کول چی پلار اونيکه دی کول)).
اکرم: ولی يی خوښه نه ده، ايا تاسو نه غواړی ترڅو، زه خپل خوبونه چی دکلونو راهيسی يی وينم،  رښتيا کړم؟
مور: زويه په دی خبری پسی مه ګرځه، ته زموږ يوازينی زوی يی او که خدای مکړه څه درباندی وشی نوبيا به موږ څه خاوری په سرکړو؟
اکرم: موری، داته څه خبری کوی، ايا تاسو په خدای باور نلرۍ، او که يی لرۍ نوبيا هغه څه به خامخا کيږی چی زما په تقدير کی ليکل شویدی او هغه دلته هم کيدای شی.  اکرم زياته کړه: مور، ترڅوبه تاسو ما لکه تاويز په غاړه ګرځوی، يوه ورځ به زه هم ستاسو په څير ديو بل چا مسؤليت په غاړه اخلم. دا نړۍ او دا دنړۍ قانون دی. دا د ژوند قافله ده چی روانه ده او هيڅکله هم نه تم کيږی، دا زموږ دخوشحالی او خپګان پروا نه ساتی. وګوره نيکه می نن څه شو؟  څومره ماته ګران و، خو نور زموږ سره نشته. او دا کاروان به همداسی روان وی. زه اوس په دی پوه يم چې څرنګه دخپل راتلونکی لپاره تصميم ونيسم. خو که تاسی زما د تصميم سره مخالف ياست ، نوبيا زه نه غواړم تاسو خپه کړم، او ستاسو هر تصميم ته به هرومرو درناوی کوم، خو زه نه غواړم چی په راتلونکی کی پښيمانی وکړم او هغه هم په داسی وخت کی چی هرڅه زما دلاسه وتلی وی.
د اکرم مور داسی د اکرم د پخو خبرو تر اغيزی لاندی راغلی وه، چې حکه حيرانه پاته وه او نه پوهيدله چې ايا د زوی د غوښتنو ملاتړ وکړی او که د خاوند. زړه نازړه وه. يوځل به يی فکرکاوه چی بايد زوی ته اجازه ورکړی، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړی خو د بل لوری يی اکرم يوه دانه زوی و او نه يی غوښتل چی دځان، نه يی ليری او مسافر کړی. رښتيا خبره خو دا وه چي د اکرم مور د خپل زوی د قوی دلايلو د پاره ځواب نه هم نه لاره.
د اکرم مور، زوی ته وويل: زوی جانه زه په تا وياړم، پريږده تراوسه خو لا څه کم کال پاته دی. خد ای ج خو مهربانه دی. زه سر د اوس نه ستا د هيلو ملګرييم او کوښښ به وکړم تر څوزما دزوی هيلی ناکامه نه شی. اکرم چې د مور دا خبری واوريدی و غوړيد، مور يی په غيږ کی را ټينګه کړه او پر دواړو غومبرو يی ښکل کړه. ويی ويل: موری تادی خدای زما له سره نه کموی! ته دی ژوندۍ يې، اوبيا يی خپل پټو ټک واهه او د مازديګر دلمانځه په نيت دکوره ووت.
د اکرم مور سره ددی چې تصميم يی نيولی و چی دخپل زوی د تصميم شاته ودريږی، خو بيا يی هم زړه نه سو کولای تر څو اکرم ترينه ليری شی، مور وه کنه! پسله ډيرو سوچونو او فکرونو، د اکرم مور تصميم ونيو تر څو داځل يی د خاوند سره جدی خبری وکړی. او دخپل زوی د هيلو په پوره کولو کې دخپل زوی سره کمک وکړ، خو په دی ډاډه وه چې دا کارخوراسخت دی.
اکرم د يوه طرفه د پلار کوټلی ځواب نا هيلی کړی و، خو د بل پلوه د مور اميدواری د هغه په زړه کې نوی هيلی ژوندی کړی وي. د اکرم په ذهن کی يوازی يوه خبره ګرځيدله ((څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول)).
کله چې سبا ښوونځي ته راغی مخکی له دی چی لوست شروع شی د خپل ښوونکی نه يي پوښته وکړه. ښوونکی ايا ستا پلار او نيکه ښوونکی وه؟
ښوونکی په تعجب سره اکرم ته وکتل او ويی ويل: نه ولی؟
اکرم: زه غواړم ستا سو په څير لوړتحصيلات وکړم، خو مور او پلار می راته وايی: چی دی خبرو پسی ونه ګرځم او وايی چی ((څه دی کول چی پلار اونيکه دی کول)) نو ځکه زه هم بايد په پټی کی دخپل پلاراو نيکه په څير کار وکړم.
ښوونکی: بچيه، هيڅوک د مور د ګيډی نه پوهان، انجنران او ډاکټران نړۍ ته نه راځی. او د هيچا په ټنده کی نه دی ليکل شوی، چې ته څه کار کولای شی، او څه کار نه شی کولای. د الله بنده ګان  ټول د الله پاک په نزد يوشان دی او يو پر بل  کومه برتری نلری، او که يی لری نو هغه يوازی د بنده ګانو په تقوا او پرهيزګاری پوری اړه لری.  عالمان او پرهيز ګاره بنده ګان دنورو په پرتله پر الله تعالی باندی ګران دی. خدای پاک علم فرض ګرځولی دی پرهر مومن او مومنی باندی.  بيا يی زياده کړه: اکرم جانه، ته يو بااستعداده زلمی يی او دا وطن ستا په څير با استعداده او رشیدو زلمياتو ته اړ دی. ته کولای شی چې  پخپله خوښه يوه ښه فاکولته ووايی او بيا له فراغت نه وروسته خپل ويجاړ وطن او بی وزلو وطنوالو ته د خدمت جوګه شی.  دا وطن به په تا ووياړی.
اکرم: ايا زما پلار به ماته اجازه راکړی تر څو زه خپل نيمګړی هدف تکميل کړم؟
ښوونکی مسکی شو او دمهربانی ډک لاس يی د اکرم پر سر راتير کړاو داسی يی وويل:  چرت مه وهه تر اوسه لا ډيره موده پاته ده او زه ډاډه يم چې ستا پلار به په دی موده کی خامخا اماده شی ، خو که چيری بيا اماده نه شو نوزه خو يم. هرو مرو به ورسره خبری وکړم او ، وبه يی هڅوم ترڅو ستاسره موافق شی. زه ډاډه يم چی دا کار کيږی.
اکرم ددی خبرو په اوريدو سره وغوړيد او داسی يی وويل: ښوونکی صاحب ډيره مننه، زه به ستاسو احسان هيڅکله ادا نه کړای شم. ښوونکی مسکی شو او ويی ويل ځه زلميه په مخه دی ښه ، هرڅه به خدای جوړکړی.
زمان په منډه منډه روان و، اکرم د کال د نيمايی (څلورمياشتنی) ازموينه تيره کړه او اوس يوازی يو څومياشتی نور وخت لری او  داکرم تشويش ورځ په ورځ  زياتيده. د ځان سره يی تصميم ونيو چی يوځل بيا هم د مور نه مرسته وغواړی ترڅو  دپلارسره يی خبری وکړی.  که چيری د زوی او مور هڅی ناکامه شوی نو بيا به د ښوونکی نه مرسته غواړی.
اکرم د مازديګر دلمانځه نه وروسته په منډه منډه کورته راغی، موريی په انګړکې دديګدان خواته ناسته وه او دماښام لپاره يي پخلئ کاوه چی اکرم دروازه خلاصه کړه او دمور خواته راغی.
موريی هيڅکله هم اکرم په داسی هيجانی حالت کی نه و ليدلی سمدلاسه يی مخ زوی ته راواړاوه، او ويی ويل: زامنه څنګه نا ارامه ښکاری؟
اکرم پوه شو چې موريی د خپل زوی ناهيلی نه شی زغملی، نو ځګه مسکی شو ويی ويل: موری! کومه خاصه خبره نه ده، هسی دجومات خواته څوک نه وه نو زه هم راغلم ترڅو يو څو شيبی دخپلی خوږی مورسره تيری کړم.
موری په پخلی مصروفه شوه او اکرم يی خواته کښيناست خو مور د اولاد روانی حالات درک کولای شی نو ځکه يی ورته وويل: زويه، راته ووايه،  غواړی څه راته ووايی.
اکرم: ورو وويل: موری هم هغه پخوانی خبره.
مور: پخوانی خبره؟
اکرم: هو! موری همهغه يوه خبره ده کنه.
مور يی ځان نا ګمان وښوده اوويی ويل، موردی بلا واخلی کومه يوه خبره؟
اکرم: موری، ته خو پوهيږی چی، زهيوازی ديوڅه په هکله فکرکوم او هغه زما د زده کړی دوام دی. نو کيدای شی چی يوځل بيا هم زما پلارته ووايی، ګوندی خدای وی زړه يی يوڅه نرم شویوی.
مور: زويه ، زما خو باور نه راځي خو ستا په خاطر به هرومرو، ورته ووايم او کوښښ به وکړم چی راضی يی کړم.
اکرم: موری، کله به ورته ووايی؟
مور: زويه څه خبره ده ولی داسی عجله لری، په يو مناسب وخت کی به يی ورته ووايم.
اکرم: موری، ته خو پوهيږی چی زه ددی خبری اوريدوته داسی تږی يم لکه د للمی غنم باران ته. بيا يی ستونی له ژړا ډک شو، سترګی يی د اسمان خواته واړولی، دواړه لاسونه يی لپه کړل اوداسی يی وويل: يا لويه خدايه! زما دپلار دډبری په څير زړه نرم کړه.
 مور دزوی د حالت په ليدلو خپله حوصله دلاسه ورکړه،زړه يی د غوسی ډک شو، اوښکی يی پر مخ روانی شوی، او په ژړغونی اواز يی وويل: زما بچيه! خدای دی ستا ارمانونه پوره کړی. زه به همدا نن شپه ستا پلارته ووايم.
اکرم ناڅاپه مور ښکل کړه او وويل: موری،  تا دی خدای زما له سره نه کموی.
مور او زوی دواړو نورد خبرو مجال نه لاره، اوښکی يی بی اختياره رواني وی. موريې، زوی دځان پلو راکش کړ، په سينه پوری ټينګ ونيو او په پټه خوله يی دخپل زوی د تصميم ملاتړ اعلان کړ.
موراو زوی دواړو هڅه کول تر څو خپلی اوښکی پټی او ځان کنترول کړی. خوددواړو غوسه وار په وار زياتيدله او د اوښکو سيلاب ددواړو پر مخ په ډير شدت راروان و.
اکرم دا ښه وليده تر څو مور ځانته پريږدی، ځکه يی نو کور د جومات په موخه پريښوده.
اکرم د ماښام دلمانځه وروسته د کور په لور، روان شو، زړه يی په سينه کی درزيده، کله به يی ليسه په  فکر کی ورګرځيدله او کله به بيا دپلارکوټلی او کره ځوابونو نا هيلی کړ.
کورته راغی او د کټ دپاسه چې د انګړ په منځ کی يی د لرګو جوړ کړیو. ځان واچاوه، سترګی يی د شنه اسمان ولوی لمنی ته چه ستورو په کی نڅا کوله ، واوښتی، دخيالو په ټال کی وځنګيده. فکر يی دستورو سره يوځای شوچی داسمان په لمنه کی به له يو خوانه بل خوا تلل. اکرم، دهر ستوری حرکت تر ډيربريده څاره، خو بيا به ترينه ورک شو. اکر ته يی دماشومتوب هغه حالت ورپه زړه شو. چی، نيکه به يی ورته ويل ( هرسړی په اسمان کی يوستوری لری، او کله چی څوک مړ شی نو بيا يی ستوری له اسمانه په ځمکه راغورزيږی) اکرم چی به کله دستوری حرکت ليده نو سمدلاسه به يی په زړه کی راوګرځيدل، دابه کوم څوک مړ شویوی.
اکرم په همدی سوچونو کې ډوب و چې موريې، غږ پری وکړ: اکرمه زويه! راځه ډوډۍ تياره ده.
اکرم بيله دی چی څه ووايی، د کټ نه راکوزشو، ددسترخوان خواته کښناست او په ماتو بندو يی د ډوډۍ په خوړلو شروع  وکړه.
د اکرم پلار چی پسله ډيرو وختو يی د اکرم چوپتيا  ليدله، سوچ يی وکړ، چی زوی يی ناروغ دی. د اکرم پلار د اکرم نه تپوس وکړ:
اکرمه زويه ناروغه يی؟
اکرم: نه پلار شکور جوړ او روغ يم.
پلار: ولی ډوډۍ نه خوری؟
اکرم: پلاره دادی خورم يی.
پلار: زويه، د پلارنه دی څه پټوی؟
اکرم په دروغو مسکی شو، او ويی ويل: نه پلاره هيڅ خبره نشته او زه بيخی جوړيم.
د اکرم پلار خاموشه شو او د ډوډۍ خوړلو ته يی دوام ورکړ.
اکرم هم، څو نوری مړی پورته کړی، ورو ددسترخوان نه کوښه شو او انتظار يی وايست ترڅو ټول ډوډۍ وخوری او بيا دی لاسونه ووينځی.
اکرم د دسترخوان د ټوليدو وروسته ولاړشو، دپلار لاسونه يی ووينځل او همدا چی دسترخوان ټول شو. سمدلاسه يی ځان غلی د کټ لورته ورساوه. او پسله څو دقيقو يی داسی ځان غلی کړ چې تابه ويل چی يو ساعت مخ کی په خواږه خوب ويده دی.
د اکرم مور، راغله ، د اکرم سرته ودريده تر څو ځان ډاډه کړی چی زوی يی خوب وړيدی، خو هغه له دی ناخبره وه چې اکرم په بی صبری سره د پلار ځواب ته انتظار باسی.
د اکرم مور،  دچايی توره چايی جوشه راوړه، ځان او خاوند ته يی په پيالو کی چايی توی کړ، او سمدلاسه  اصلی خبری ته راغله او داسی يی وويل: سړيه! اکرم د زده کړی په سودا دی. راځه چی هلک ته يو څو کاله نورهم د زده کړی اجازه ورکړو، ترڅو ښوونځی خلاصه کړی.
د اکرم پلار پسله يوی شيبی سکوت نه داسی وويل: ښځي تابيا زړی بابولالی راژوندی کړی.
ميرمن: سړيه، ما هيڅ هم نه دی کړی، هلک دوی پښی پهيوه موزه کی اچولی دی او وايی چې بايد زده کړی ته دوام ورکړی. هلک ټوله ورځ په سوچونو کې ډوب وی، کارته يی لاس نه ورځی، داسی ښکاری لکه چا چې کوډی ورباندی کړیوی. زه په دی ډاريږم چی خدای مکړه هلک ناروغه نه شی.  خير دی پريږده چی هلک يو څو کاله نورهم پهښوونځی کی سبق ووايی.
د اکرم پلار چی د کوډو خبره واوريده سمدلاسه په فکر کی راو ګرځيدله چی لومړی بايد و يو تعويذ کښونکی ته ورشی او دامعلومه کړی چی چا ورباندی کوډی نه وی کړی، ولی داخبره يی د ځان سره وساتل او ښځي ته يی دا رنګه ځواب ورکړ: ښځی، زما خبره دزړه په غوږ واوره، همدومره ښوونځی چی يی لوستی دی بس دی. نه زما پلار ښوونځي لوستی و او نه می نيکه، نو ايا هغوی ډوډۍ نه خوړل او يا داچی ماته خدای ډوډۍ نه ده رسولي؟ زياته يی کړه، ښوونځي څه او کار يی څه، نور دا خبری پريږده.
ميرمن: ميرمنی چې دخاوند پريکړنده ځوابونه واوريدل، ستونی يی د ژړا ډک شوپر مخ يی دناهيلی اوښکی جاری شوی، په ژړاکی يی وويل: سړيه، خداي ته وګوره، هلک پريږده ترڅو سبک ولولی. اخر زه يوه موريم او دخپل زوی دا حالت نشم زغملای. ته خو ټوله ورځ بيرون په کاربوخت يی، خو زه چی هرځل خپل زوی ګورم چی د فکرونو په ټال کی تللی وی. په سر می نينی کيږی.
خاوند: بس بس! پخوانی خلک خره نه وو چی ويل يی: ((څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول))، نورمکاره ګی مه کوه او هلک په خبره پوه کړه.
 نور بيا...