
مطربه راشه راشه راوړه بیا مستې نغمې
څپې وهي په زړه کې مې د مینې ترانې
زربیړه کړه رویباره درته یم سترګې په لار
چې پورته کړو له سره خماره ډکې پیمانې
موسم د پسرلي به کړو یو بل ته مبارک
راغلي دي ګلزار ته بلبلان جوپې جوپې
له پیره مې زړه تورشو چې کوي ریا ټګي
ښیي راته ځان سپین لکه بزرګ د زمانې
وهي به درته لاپې د دنیا او آخرت
خوخپله به راځي مست اوخمارله میخانې
عثمان رسولی