
ناول:
لیکوال: پالین فرانسیس
ژباړن: عطا محمد میاخېل
لومړی سمندري سفر :
د هارون الرشید په زمانه کې، د بغداد په ښارکې د سیند باد په نامه یوه بېړۍ چلوونکي ژوند کاوه. هغه یو طالع مند او شتمن شخص و. نوموړي د ښار په یوه غوره سیمه کې یو ښکلی کور درلوده. له غرمې وروسته لمر ډېر تود او سوزنده وو. سیند باد له خپلو ملګرو سره په بڼ ( باغ ) کې د ونو لاندې ناست وو . هغه خپلو ملګرو ته ویل : زه ډېر شتمن یم، مګر د خپل پلار له مړینې وروسته مې یو ستره تېروتنه وکړه . د همدې په خاطر سمندر ته لاړم، ښه خوږ ونیسئ ! زه به د خپل لومړي سمندري سفر په هکله تاسو ته ووایم، کله چې بېرته را وګرځېدم، شتمن وم، مګر په دې سفر کې ډېر وېرېدلی وم .
کله چې زه ځوان وم، نو د پیسو په کیسه کې نه وم، له دې امله د پلار پیسې مې ډېرې ژر له لاسه ورکړې، ما هر څه خرڅ کړل، په هغو پیسو ډېر غوره توکي واخیستل، بله ورځ مې هغه بصرې ته یوړل، په هغه ځای یوه عربي بېړۍ، له بېړۍ چلوونکي سره مې خبرې وکړې، هغه په ډېره مهربانۍ ځواب را کړ .
راتلونکې اوونۍ به سمندري سفر پیل کوو، له ما سره به شپږ نور سوداګر سره خپلو سوداګریزو توکو له ما سره وي، د ختیځو هېوادونو او ټاپو ګانو په لور به خپل سفر ته دوام ورکوو. په هغه ځای کې سوداګر خپل سوداګریز توکي پلوري او نور قېمت بها توکي اخلي. کله چې خپل هېواد ته را ګرځي، نو خپل مالونه پلوري .
ما وپوښتل : کولای شې یو خریدار راته پیدا کړې ؟ زه غواړم چې خپل څو بکسونه خرڅ کړم. کله چې هغه مې خرڅ کړل، نو تاته به هم ښې پیسې درکړم .
بېړۍ چلوونکي وویل : ښه زه تاته یو خریدار پیدا کووم .
له یوې اوونۍ وروسته مو بالاخره د شط العرب ستر سمندر په لوري سفر پیل کړ، د خلیج له منځ تېر شولو، تر دې چې ختیځ ته ورسېدو، موږ ډېرې شپې او ورځې په سمندر کې سفر وکړ، په ډېرو ښارونو او ټاپو ګانو کې تم شولو.
نور بیا .....