اکسیژن

 
لیکوال : مسعود لعلي
 
له ښار نه راغلی مساپر خونه کې یوازې پروت و، نیمه شپه یې زړه تنګ شو، خونه کې تپه تیاره وه، پاڅېده په کړکیو یې زور وواهه خو خلاصې نه شوې، یوه ښېښه یې ماته کړه، تازه هوا یې تنفس کړه او ارام وېده شو.
سهار چې له خوبه پاڅېده ګوري هنداره یې ماته کړې ده او کړکۍ رکې روغې دي. هغه یوازې د اکسیژن په فکر اکسیژن اخیسته.
ژباړن : آرش ننګیال
کابل ـ۱۲ـ۰۳ـ۲۰۱۴