
يا الله! ته رحيم يی ته رحمان يی
ته بخښونکی د ګناه اودعصيا ن يی
په يوه نظر دی غرونه نابوديږی
بل نظرکی ته رحيم بل کی سلطان يی
مشکلات او ستونزی نشته ستا دربارکی
ته غفار يی ته ستار يی ته سلاميی
عبادت يوازی ستا نوم لره ښايی
سجده تالره ښايی لامکان يی
نوزادی پروت په سجده يم زما ربه
ته خالق زه دی بندهيم زما ربه
احمدجان نوزادي