اشتباه

 
دوه ناروغان ډاکټر ته د درملنې لپاره لاړل، ډاکټر ددوی د ازمېښت پایلې دوی ته په یوه لیک کې ولېږلې.
یوه ته یې ولیکل چې روغ رمټ دی او هېڅ ډول روغتیايي ستونزه نه لري او بل ته یې ولیکل چې د زړه ناروغي یې خطرناکه ده، که څه هم ګټه نه لري خو بیا هم د څه وخت لپاره یوې ښکلې سیمې ته په چکر لاړ شه.
روغ کس ته دا لیک ورسېده چې د زړه ناروغي دې خطرناکه ده او د ژوند شېبې یې پای ته رسېدلي دي. ده هم سسته ونه کړه، باروبستر یې وټړل او په سفر روان شو، څو ورځې وروسته په حق ورسېده.
ناروغ ته هغه لیک ورسېده چې پکې یې لیکلي وو، هېڅ ډول ستونزه نه لرې، رک روغ یې. ناروغ څو ورځې وروسته روغ جوړ شو او ژوند ته یې دوام ورکړ.
 
ژباړه : آرش ننګیال
کابل ـ12_03_2014