تنبل مېړه

د سالون کوټې ګروپ سوځېدلی و، ښځې مېړه ته وويل چې ګروپ راوړي . مېړه به هو وکړل خو ګروپ به يې نه راوړ؛ اخر ښځه اړ شوه ، چې ګروپ په خپله راوړي. مېړه ته يې وويل ، چې ګروپ ما راوړ اوس ته مهرباني وکړه او وروايې چوه . مېړه ورته وويل ، سمه ده خو ته دې اوږه راته ونيسه چې زه ورپورته شم. ښځې دا هم ورسره ومنل . کله چې مېړه د ښځې پر اوږو پورته شو ، څرنګه چې ګروپ پېچي و، نو پر ښځې يې غږ وکړ چې: ښځې! اوس نو تاو شه چې ګروپ هولډر ته ورشي.