د علماوو سراسري شوراء او قدر وړ ټولو علماوو ته!

 
افغانستان داسې يو هېواد دی، چې ټول اوسيدونکي يې د علماوو خبرې په غور اوري او تر ډېره د دوی پرېکړو ته ولس غاړه اېښي ده، افغان ولس د تاريخ په اوږدو کې مسلمان، شجاع، مجاهد او باغيرته پاتې شوی، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تر چتر لاندې يې د دې هېواد اساسي قانون منلی او ټول  فرامين یې پر ځان منلي.
ولې، اوس پدې هېواد کې داسې يو څه روان دي، چې نور يې عام ولس د ليدو زغم نه لري، د هېواد مرکز کابل سربېره په ولایاتونو کې د داسې کېږي چې يو افغان يې په ليدو شرمېږي، غواړم د هېواد د علماوو سراسري شوراء او د هېواد د ټولو عالمانو نظر لاندې ټکو او خلاوو ته واړوم تر څو دوی د خپل واعض او نصحيت له لارې دې بدبختيو ته د پای ټکي کېږدي.
لومړی: په هېواد کې د شراب څښلو او ناوړه اعمالو مجالس ورځ تر بلې د ډېرو په حال کې دي، چې پکې د کابينې د يو شمېر غړو ترڅنګ د ملي شوراء ډېری غړي او تاجران ګډون کوي پدې محافلو زرګونه ډالر مصرفېږي چې بيا يې مصرف د افغان مسلمان ولس له څټه همداء کسان پوره کوي.
دوهم: په هېواد کې د تعليم او تحصيل افغاني ميتود ځای انګليش ميتود نیولی، پرون که څوک په روسي ژبه پوهېدل هغوئ کولای شول په ښه ځای کې دنده واخلي او که نن څوک په انګليسي ژبه پوهېږي او تحصيل يې په انګليسي ژبه کړی وی دوی حق لري چې دنده واخلي، که په هېواد کې د تعليم او تحصيل ميتود همداسې پاتې او افغانی نشي ليرې نده، چې زموږ په اسلامي هېواد کې به د غرب سيوری پرېوځي.
درېيم: د دې تر څنګ چې افغانستان يو پياوړی دود او کلتور لري ولې يو شمېر پردي کلتور ته ژمن تلويزيونونه داسې سريالونه او پروګرامونه خپروي، چې زموږ د هېواد له کلتور سره په ټکر کې او د نورو هېوادونو فرهنګ د پلي کېدو پيلامې دي.
څلورم: سره لدې چې په هېواد، خاورې او دین مين مسلمان افغان ولس د سرولښکرو په خلاف چې په هېواد يې یرغل کړی و توره پورته کړه او سرې لښکرې يې په شاوتمبولې اوس همداء مجاهد ولس ته دسيسې جوړېږي چې دا عملونه د ډېرو مجاهدينو په زړونو کې ويره پيدا کړې.
پنځم: سره لدې چې د ۱۳۸۹کال پارلماني ټاکنې له ډېرو درغليو ډکې وي، نظام پرېکړه کړې وه، چې د ټاکنو په قانون کې به مثبت بدلون راولي او په ټاکنو کې به د درغليو مخه نيسي ولې ۱۳۹۳کال په ټاکنو کې وليدل شوه، چې بيا هم د ولايتي شوراء ټاکنې له درغليو ډکې وي، د ولایتي شوراء د څوکۍ او سناتورۍ څوکۍ لپاره په کابل کې چنې وهل کېدې او د هرې څوکۍ لپاره به قيمت داسې تعين کېده لکه د څاريو په منډي چې څاروي اخيستل کېږي.
شپږم: ولسي جرګې داسې څو پرېکړې وکړي، چې   ولس ترې ډېر ناراضه دی، دوی که څه هم پدې دوره کې دومره پیسې پيدا کړې چې راتلونکي نسل ته يې هم د پيسو پيداکولو ضرورت نشته ولې دوی پر دې بسنه نه کوي، داسې قوانين يې د ځان په ګټه تصويب کړل چې ولس يې د پوره کېدو توان ځکه نلري، چې دوی هر حق يوازې خپل ګڼلی، هغه ولس چې په کليو او بانډو کې ژوند کوي هغوئ به څه کوي، په ټوله نړۍ کې خاورې، ولس، دین ته وفادار، د ښه اخلاقو او نيک شهرت لرونکي ولسي جرګې ته نوماند کېږي، همدې اصل ته په ليدو ولس ورته رايه ورکوي ولې دوی وايي چې نه يو شخص دې حتماً بايد پوهنتون لوستی او یا هم د ولسي جرګې د وکالت يوه دوره یې تېره کړې وي کولای شي چې ولسي جرګې ته نوماند شي، که وکيل په پارلمان کې وي کنه هغه او د هغه کورنۍ به د وکالت له ټولو حقوقو برخمنه وي.
اووم: په عدليي او قضايي ارګانونو کې د شته فساد له وجهې يا خو ولس اړ کېږي چې صحرايي محکمو ته مخه کړي او يا به هم ځوان د ارګ مخ کې د اور په وسيله ځانوژنه کوي، دوی ځکه اړ کېږي چې د دوی خبر څوګ نه اوري
اتم: که د داعش او طالبانو په نوم روانې ډرامې ته لاس تر زنې کېنو، شايد له لوې فاجعې سره مخامخ شو، د دې لپاره چې هېواد له پېښېدونکي بحران څخه وژغورل شي، پکار ده، چې د هېواد علما پدې برخه کې د ولس د يو موټی کېدو او د دوی په مقابل کې وهڅول شي تر څو هېواد بيا ځل بحران خوا ته لاړ نشي
د دې لپاره چې پورته ذکر شوې ۸ نقطې ډېرې مهمې دي، نو پکار ده چې   علما او د هېواد د علماوو سراسري شوراء د وعض او نصيحت وکړي، دولت دې ته متوجه کړي، چې پورته خلا ژر تر ژره پوره کړي چې هېواد له ستونزو وژغول شي.
اتل