د ټاکنو کمیسیون د ریس دګومارنې پرسر جمهور ریس زړه نا زړه دی!!!


دباوري سرچینو په ویناء دټاکنو خپلواک کمیسیون دننه کې شمالي ټلواله ددې کمیسیون مشر معنوي په ملاتړ هڅې پیل کړي ترڅود معنوي دکاري دورې په ورستیو کې ټلوالې ته وفادار کسان ددې کمیسیون په مهمو دندو وګوماري. او یاهم معنوي د دویم ځل لپاره دکمیسیون دمشر په توګه پاتې شي.
د ټاکنو دکمیسیون مشر فضل احمد معنوي چې څه باندې درې کلنو راپدېخوا ددې کمیسیون دمشر په توګه ټاکل شوې دنوموړي کاري موده د ۱۳۹۲ کال د وري( حمل) په ۲۸.نیټه پای مومي.
داچې د جمهوري ریاست لخوا دنوموړي دځای ناستي لپآره د درې کسان د هرات پخوانی والي یوسف نورستانی، دبامیانو والۍ حبیبه سرابي او دسولې دشورا غړي قاضي لودین دګومارلو خبرې په چټکۍ روانې دي ددې ترڅنګ داسې اوازې هم شته چې دکمیسیون مشرۍ لپاره ډاکتر دادفر سپنتا او یاهم دکمیسیون اوسنی مشر معنوي په خپل ځای پاتې شي ځکه معنوي ددې وړاندې ددغه مهم پوست کې د خپلو هم سنګره ملګرو شمالي ټلوالي ټول فرمایشونه یې پرځای کړي او خپله وفاداري یې ورته ثابته کړې ده او داسې هم ویل کیږي چې مارشال ورته سینه ډبولی ترڅو په همدې پوست کې پاتي شي. او داچې دټاکنو کمیسیون لپاره به څوک وټاکل شي شاید حبیبه سرابي چانس دنورو څخه یو څه زیات بریښي، ځکه یو خو دهزاره توکم څخه ده او بله داچې دحاکم نظام دټيم برخه ده.
داسې ګنګوسي هم اوریدل کیږي چې ولسمشر تیر په څير دسیاسي ګوندونو او په ځانګړي ډول دسیاسي رهبرانو تر اغیزې لاندې راغلی او هر کس ورته دخپلې ډلې او خوښې نوماند دنوموړي مهم پوست لپاره په ګوته کوي ترڅو په راتلوونکو ټاکنو کې دسیاسي رهبرانو دایمې رول وساتل شي او که هرڅوک د راتلوونکي ولسمشر په توګه راځي نو سیاسي رهبرانو به ورسره مزي زغلولي یې او خپله ونډه به یې ورسره ټیکه کړي وي.
د مدني ټولنو دغړو او ازادو لیکوالو په ویناء جمهور ریس حامد کرزی باید ددغه مهم پوست کې دمسلکي شخص دګومارنې په اړه د رهبرانو له اغیزې را ووځي او تر ډيره بریده دقوم او حزب پراساس څوک ونه ګوماري بلکي ددغه مهم پوست په ټاکلو کې دکس لپاره ځينې معیارونه لکه ،ملي والی،ژمنتیا، صداقت، بې پریتوب او داسې څيره چې دافغانانو ترمنځ پکې تنازع نه وي وټاکي.
ځکه په کمیسیون کې د تخنیکي او مسلکي پلوه وړتیا شته چې راتلوونکو ټاکنو ته دنړیوالې ټولنې په مرسته او همغږۍ پروخت خپل چمتوالی ونیسي او تر ډيره بریده یې نیول هم دی، دکمیسیون مشر یوازي رهبري کوونکی او لارښود نقش لري نو د یوداسی ملي کس پیداکول او په دغه دنده باندې ګومارل به افغانان راتلوونکو شفافو ټاکنو ترسره کیدو ته هیله مند کړي او دهغو اوزاو او افواهاتو مخه به ونیول شي چې اوسمهال دسیاسي ډلو ټپلو او دحکومت داپوزیسیون لخوا په لاره اچول شوي دي .
که څه هم دحکومت سیاسي اپوزیسیون ګټه پدې کې ده چې معنوي پرخپل ځای پاتې شي ترڅو دتیر په څير د دوۍ ګټې خوندي شي. دددې سره جوښت په کمیسیون کې دټوالې خواخوږ او د ملا معنوي کسانو هڅې پيل کړي دي ترڅو په ځینو مهمو تشو پوستونو او همدارنګه په نوو ګومارونکو کسانو کې دټلوالې دپالیسۍ او په راتلوونکو ټاکنو باندې د دوی اغیزو دپاتې کیدو په موخه دخپلې خوښې کسان په دندو وګوماري، داچې دځینو کسانو ګومارنه دجمهوري ریاست داحکامو پورې اړه لري نو ملا معنوي د اداره امور ریس صادق مدبر اوبیا په لوړه کې دمارشال تر دفتره لینونه غزولي او هلته یې دټاکوونکو کسانو د احکامو اخیستنې په اړه ډاډ ترلاسه کړی دی .
اوس لپاره دجمهور ریس او دحکومت دنده جوړیږي چې په کمیسیون کې د داډول ناوړه سیالیو مخه ونیسي او د راتلوونکو شفافو ټاکنو دښه تضمین او ترسره کیدو په موخه دکمیسیون څخه دسیاسي احزابو او په ځانګړي ډول دټلوالې لاسونه ور لنډ کړي.
دکمیسیون مشر داسې یوڅوک وټاکي ترڅو د ټولو افغانانو لپآره دقبول وړ وي او بیا تیرې تجربې تکرار نکړي