اندونيزيا د افغانانو  په کشتۍ کې د سپرو افغانانو د پلټولو کار پيل کړی دی

د اندونيزيا دولت د هوا له لاري په هليکوپترو پواسطه د هغه افغانانو پلټنه پيل کړی ده چې انګيرل کيږي چې ورک دي.  د يو استرليايي وکيل پر وينا چې د دغه کډوالو د پناه غوښتنه په برخه کې يې کار پيل کړی دی رسنيو ته ويلي دي چې پدې کشتۍ کې نزدي ۶۰ تنه سپاره وو چې نزدې ټول يې هزارګان دي او زيات شمېر يې ماشومان دي..د اندونيزيا د نوسا تينګارا ايالت د  بيړنيو مرستو ا څارني مشر  مارسودي  رسنيو ته ويلې دي چې د دوی چورلکې سيمه څاري خو تر اوسه پورې د بېړي کومه نښه يې نه ده موندلی. پدې وروستيو کې يو زيات شمېر افغانان هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي او اروپايي او استرليا ته يې مخه کړې ده.