
مرسته:
بیزو (شادي) د ګڼو خلکو په منځ کې هغې او دغې خوا ته په ورته اچول کیدونکو څیزونو پسې ځغاستله او خلکو ورته خندل، وړاندې یوه سپین ږیري ړانده کس څو ځله د لږ اوبه خو راکړئ نارې وکړې خو چا پام ورته ونکړ او د اوبو نل یې په لاس تپولو ومونده خو شیر یې نشو پرانستلی، چې ناڅاپه چوپتیا شوه، ړوند کس وویریده خو څه شیبه وروسته یې د اوبو د شرشر د غږ په اوریدو زړه ښه شو او ویې ویل خیرخواه انسانه! خیر یوسې!، بیزو پرته له دې چې ورته ووايي هیله کوم د خلکو منځ ته ورټوپ کړل تر څو خلک وخندوي.
ژباړه او لنډون
ځوانمیرګ زوی:
په لیک کې یې لیکلي وو: پلاره! چې دوه میاشتې وروسته درځم نو له تا سره به یو چکر وطن ته هم لاړ شم... د پلار له سترګو یې اوښکه راغله او تر شونډو لاندې یې وویل: ته رانغلې وطن هم وران دی...
ټام او جري:
ټام کړکۍ پرانیزي او په داسې حال کې چې له دود ډکې هوا له امله وټوخیږي مخامخ آپارتمان ته وګوري، چیرته چې جري خپل ځان ته د پشۍ له موسکا او مهربانۍ ډک انځور کاږي، ټام دې مهربانۍ ته سر وخوځوي او له سترګو يې اوښکې راشي...
مرګ:
(خدای دې یې وبښي...کلیوالو قبر کینده، هغه چې له قبر نه راپورته کیده نو د قبر په څنډه کیناست او تنګ قبر ته یې وکتل او سر یې وښوراوه) هغه دا جمله په ژړاند انداز وویله او په قبر کې په پراته مړي یې لومړنۍ بیلچه خاورې ور واړولې...
پلار:
په ګڼه ګوڼه کې یې د پلار لاس نیولی او شاوخوا دکانونو او خلکو ته یې په مزه مزه کتل، دکانونه ښکلي او شاوخوا خوا کاکاګان او خاله ګانې تیریدې، ناڅاپه یې د پلار لاس ورک شو او شاوخوا یې وکتل، له دکانونو او خلکو وویریده، ټول بد ښکاریدل او ویې ژړل ناڅاپه یې لاس په لاس کې ونیول شو پورته یې ورته وکتل، پلار وو، شککککککککر! د پلار لاس یې لا ټینګ کړ!
(د یوه بهرني لیکوال له لیکنې په الهام اخیستو سره)