
د غرمې لمر دی، تر پېکي لاندې ساړه نه ساتي
له تندې مرمه، څوک ورغوي کې اوبه نه ساتي
«چې اوښان ساتي، دروازې دې ورته لويې پرېږدي»
د خپل ښايست په شيش محل کې دې واړه نه ساتي
ناست يم له خپل زخم نه زدويمه د عمر خواړه
چا وېل چې ښکلي، مساپر په نس ماړه نه ساتي
چې پوره نه کاندي څوک ناز د مينې او نياز د هوس
څه به په ښو ياد شي چې زړه کې د چا زړه نه ساتي
څوک دې د خپل کور دروازې ته زنځيرونه نه ږدي
څوک دې د چا د قسمت پېغلې په کاله نه ساتي
د لمر د جبر انتها به نوره چېرته رسي
ماته د يار د سيوري عکس په دېواله نه ساتي
محب الرحمن محب