
د روهي ويبياڼې قدرمنو لوستونکو،
دغه ناول چې د کتاب په بڼه هم خپور شوی، په څو برخو کې به خپور شي. هيله ده، چې خوښ مو شي.
د ښاغلي نوزادي صیب له همکارۍ نه هم ډيره مننه.
د بشری ټولنی ژوند د پيښو روابط او شرايط احتمالی او تصادفی نه دی، بلکه د بشری ټولنی د مادی او معنوی فرهنګ د تحول او تکامل لازمه قوانين دی. له دی څخه دا نتيجه تر لاسه کيږی، چې د بشری ټولنيز ژوند او تاريخ د تصادفاتو د تراکم مجموعه نه ده. بلکی د ټولنی تاريخ د ټولنی د مادی معنوی فرهنګ د تحولی او تکاملی قوانين له سير سره سم د پرمختللو تحولاتو مجموعه ده.
نو پرهمدی اساس د بشری ژوند اودده ټولنيز تکاملی سير د پيژندلو وړ دي. او د ټولنی د تکامل د قوانينوپه اړه علمی احکام داسی احکام دی، چې بيخی معتبر او عينی حقيقت دی. په دی صورت د ټولنی د تاريخ علم د ټولنيز ژوندانه د حادثاتو سره له ټولو پيچيده ګيو سرهسره کولای شی چې لکه بيو لوجی ديوه دقيق علم په توګه، چې د ټولنی د تکامل د قوانينو دعلمی تطبيق د استفادی وړ وګرځی.
څرنګه چې مشابه عوامل او ورته پيښی او حادثات توليدوی. طبيعی او ټولنيزی پيښی تل د علت له مخی پيښيږی، يعنی هر علت معلول او هر معلول علت لری. نو پر دی اسا س يوه ټولنيزه پيښه هم لکه د يوی طبعی پيښی په څيرهيڅکله اتفاقی او تصادفی نه وی او نه هم د فردی وجدانی او يا د افرادو د ارادی زيږنده وی. بلکی د يو علت او معلول درلودنکی وی، ځکه که داسی نه وی، نو د ټولنيزو پيښو پيښيدل په ريښتينی او صحيح توګه نه شی پيژندل کيدای. په داسی حال کی چې داسی نه ده. او يو لړ ټولنيزی پيښی د تاريخ له مخی د زمان او مکان په قيد سره د يو لړ ټولنيزو، سياسی، اقتصادی او فرهنګی عواملو او شرايطو او علتونو مولد وی. په دغه عقيده باندی اوسيدل انسان په دی باندی بريالی کوی، چې په علمی توګه د پيښود پيښيدو علت او معلول په تحليلی توګه و مومی او بيايی تعريف کړی. نو په دی صورت کیيو ټولنپوه مؤ رخ او ناول ليکونکی ليکوال ددغه ذهنيت د لرلو په مرسته کولای شی، چې د ټولنيزو پيښو ماهيت او څرنګوالی په مثبت او صحيح ډول سره تشخيص او وپيژنی.
له بلی خوا انګريز نامتو معاصر فيلسوف، مؤرخ او ټولنپوه( ټاين بی):عقيده لری، چې د انسان نژاد، عقل او حکمت له ډيرپخوا څخه د افسانې په وسيله په افسانو کې ساتل شوی دي.
که مونږ لويې او ستری افسانې تر تدقيق، مطالعی او څيړنی لاندی ونيسو معلوميږی، چې انسان د تمدن او فرهنګ موجد دی. خونه ديوه يا څو ذاتی او بيو لوژيکی لوړوالی له امله، او نه د جغرافيوی چاپيريال د ګټورو مساعدتونو په واسطه، بلکی د ستونزو سره د موفقانه جګړی او مباززی د لزوم او احتياج له مخی يی دغو هلو ځلو ته ادامه ورکړی ده.
داچی ځينی مؤ رخين او ټولنپوهان معتقد دی، چې د چاپيريال مساعد او آسانه شرايط د تمدن او فرهنګ د منځ ته راتلو او انکشاف موجب شوی، ددی پر خلاف ( ټاين بی) عقيده لری او وايی: د چاپيريال سخت او ستونزمن شرايط د تمدن او فرهنګ د منځ ته راتلو او انکشاف موجب شوی، نه اسان او مساعد شرايط.
د ترقی، تمدن او فرهنګ نمو هغه وخت پيل کيږی، او هم تمدن او فرهنګ هغه وخت خپل ارتقايی سير بشپړوی، چې د ټولنی ځواب او عکس العمل ديو لړ ځانګړو ستونزو او د ټولنی مبارزه د ستونزو پر ضد نه داچې يوازی بريالۍ وی، بلکی بايد ديو لړ نورو ستونزو محرک او موجد او ديوی مبارزی تخليق کونکی شی، چې هغه بيا هم په برياليتوب پای ته ورسيږی. او د دغو ستونزو پيدا کول بايد پرله پسی ادامه ولری.
ټاين بی زياتوي: کله چې په يوه ټولنه کی تمدن منځ ته راشی او د ژواندانه شرايط ورځ په ورځ بهتر او ښه شی ستونزی او موانع لږ شی، نو طبعأ دهغه ځای خلک بيا دټنبلۍ او عياشۍ لاره نيسی. او د مبارزی لپاره څه اړتيا نه وينی. نو په دی اساس دهغوی فکری او روحی قواوی ځای پرځای ولاړی پاتی کيږیاو ورور ورو د خاموشی لاره نيسی او همدغه ټکی د يو تمدن او فرهنګ د انحطاط او تنزل لامل ګرځی. ترڅو، چې د مرګ او خاموشی مرحلی ته ورسيږی. نو ښکاره ده. چې دداسي ولس ټولنه او د اوسيدوځمکه يې د وحشت بڼه غوره کوی.
ښاغلی احمدجان نوزادی هم (( اکرم او سارا)) په ناول کې ديو کليوالی بزګر د زوی ((اکرم)) مبارزه د افغانی ټولنی د ټولنيزو او اقتصادی مناسباتو د چلند او په ټولنه کی د ناوړو دودونوو د ناخوالو پرضد مبارزه د داسی خوندورو او خوږو الفاظو په راوړلو سره په تمثيلی ادبياتو کی تصوير او انځور کړی ده، چې د ناول مطالعه کونکی به هرومرو ګومان وکړی او خپله مطالعه به داسی و ارزوی چی ښايې، دناول کيسه په خپله د ښاغلی نوزادی په واړاندی تيره شویوی. خو داسی نه ده بلکی دده ادبياتو موضوع ډيره ښکلی کړی ده.
په هر حال ښاغلی نوزادی افغانی ټولنه په واقعی توګه تشخيص، تحليل او پيژندلی ده، ځکه ده د ((اکرم او سارا)) د ناول په ليکنه کی د خپلی افغانی ټولنی د ټولنيزو، اقتصادی دوديزو مناسباتو چلند او فرهنګی دودونو اغيزی د تمثيلی ادبياتو د هنری کلماتو په ترڅ کی داسی رانغښتی دی. چې مطالعه کونکی داسی نتيجه ترلاسه کوی، چې دا دده د تمثيلی هنری ادبياتو ناول دی. چی دهنر مندانو وسيله د تياتر په صحنه کې تمثيليږی، خو په داسی حال کی چی په ناول کی د افغانی ټولنی د ټولنيزو اقتصادی مناسباتو سيستم او په ټولنه کی د ناوړو دودونو اغيزي د تمثيلی هنری ادبياتو په ترڅ کی تصوير، انځور او تمثيل شوي دي. نوويلای شو، چې تمثيلی هنری ادبيات دټولنيز شعور د انعکاس يوه غوره وسيله ده. د تمثيلی هنری ادبياتو ژبه نه يوازی د تمثيل او انتقاد ژبه ده، بلکې د احساساتو د تخليق ژبه هم ده.
د ((اکرم او سارا)) د ناول له لومړی څپرکی څخه تر اووم څپرکی پوري د افغانی ټولنی د ټولنيزو او اقتصادی دودونو څيره، په ټولنه کی عصری ښوونی او روزنی ته په نه پاملرني او په ټولنه کې د ښوونی او روزنی د مخنيوی په خاطر د کوډګر د کوډو د اغيزې د تمثيلی ادبياتو په ترڅ کې په هنری توګه تمثيل شوی. او دناول د رسالی له اتم (۸) څپرکیڅخهترپنځلسمڅپرکیپوریپهلومړیسرکیښايیمطالعهکونکیدینتيجیتهورسيږی،چېدابه د عشق او مينی ناول وی. خوکله چې مطالعه کونکی په مطالعه کی وړاندی ولاړشی نو بيا ښايې، چې د اضطراب او هيجان تر احساساتو لاندی راشی، په چيغو او نارو سره وژاړی او داستان به ترپايه ولولی. ځکه تمثيلی هنری ادبيات اصلأ او اساسأ دعشق يا ساعت تيری او خندولو لپاره نه دی، بلکې د ځورولو، ژړولو، همدردۍ او پاڅون ژبه ده چې دغه معناوی، ارزښتونه او انسانی استعدادونو ته وده ورکوی.
د ټولنی په درد دردمن يو شاعر او ليکوال وايی: پريږدۍ، چی سر په زنګانه کيږدم او فکر وکړم، آيا تاسو نه وينی، چی زما دزړه له چينې نه ډيری خوږې اوبه راخوټيږی، چی دبشر تنده ماتوی.
هيڅکله می بی د ((الله ج)) څخه بل هيڅ شی ته سرنه دی ټيټ کړی او بې د عشق له درده بل شی ته نه يم تسليم شوی، خوزه تل عشق له ځانه لری کړی او بيل کړی يم او د ښه نامه تنده يی په ما کی پيدا کړی ده، خو عشق او وياړ يوه هم تر اوسه پوری بی د زړه له غمه او درده نورڅه نه دی راپه برخه کړی.
د ښاغلی احمدجان نوزادی ليکنه د نومړی د ټولنی په درد درمن شاعر ليکنی ته ورته او د ((اکرم او سارا)) ناول يی د هنری تمثيلی ادبياتو په الفاظو کې انځور کړی دی. دده ليکنه د ادب او ناول ليکنی په ميتود او معيارونو برابره ده، دايو ګټور ناول دی، چی لوستونکی او مطالعه کونکی په ښه توګه ګټه ورڅخه اخيستلای شی. ځکه په ناول کی د افغانی ټولنی ټولنيزه، فرهنګی او اقتصادی مناسباتو څيره تحليل شوی ده، نو ويلای شو، چې د ((اکرم او سارا)) په ناول کی د ژوند پيغام پروت دی.
په پای کی زه ښاغلی احمدجان نوزادی ته د ((اکرم او سارا)) د ناول ليکنی له لامه آفرين او مبارکی ورته وايم او د ( الله جل جلاله) له دربارڅخه دروغتيا، سوکاله ژوند او نورو داسی ليکنو ارزو او هيله لرم.
په درنښت
څيړنپوه نصرالله زرمتی
دافغانستان د علومو اکاډمۍ
د پښتو څيړنو دنړيوال مرکز علمی غړی
خيرخانه مينه ۹/۶/۱۳۹۱ ه ش
د ليکوال سريزه
د اکرم او سارا کيسه چې په عمومی ډول ددوو عمده برخونه جوړه ده، د افغانی ټولنی يو تريخ واقعيت بيانوی، د افغان ولس وهری تنکی پيغلی او تنکی زلمی ته و هغو افغانانو ته کوم چې لا تراوسه هم د خپلو کليو په وړوکی چاپيريال کی راګيردی، ډالئ کوم.
ددی کيسی لومړی برخه دافغانی ټولنی هغه تريخ واقعيت را څرګندوی چې اوريدل يی خورا خواږه خو عملا ليدل يی خورا زړ بوږنونکی دی. کيسه د شکل له مخی يوازی يوه کيسه ده چی د يوه کليوال زده کونکی ژوند يی انځور کړيدی، خو بيا د مضمون له مخی د اکرم د ژوند کيسه يوازی و اکرم ته محدوده نه ده. بلکې د مليونو کليوالو زلميانو د ژوندانه رښتينی اودردونکی انځوردی.
زموږ په جګړی ځپلی هيواد کی لا تراوسه هم ډير پلرونه شته چې نه يوازی د نجونو د تعليم مخنيوی کوی بلکه حتی د زلميانو دتحصيل مخالف دی. دوی لا تراوسه هم د خپلو کليو د چاپيريال په حدودو کی فکر کوی او غواړی ماشومان يی هم په هم هغه واړه چاپيريال کی را ايثار کړی او دا کار ددی باعث ګرځي چې زموږ زلميان بی سواده او ساده د ځوانی جوش ته رسيږی او دا هغه وخت دی چې زموږ د وطن دښمنان کولایشی دوی په اسانی سرهد خپلو شومو د دسيسو ښکار کړی. دخپل هيواد پر ضد باندی يی استعمال کړی او د جګړی اور د بی وزلی افغانستان په هر کورکی ګرم وساتی.
سره ددی چې موږ په ۲۱پيړیکیچې د تکنالوژی د انقلاب په پيړی مشهوره ده ژوند کوو خو دلته لا اوس هم زما ساده وګړی په ۱۷پيړی کی ژوند تيرویاود قلم خلاف په ناخوداګاه ډول بغاوتکویاوپه دیډول خپل د راتلونکو نسلونو راتلونکی پخپل لاس ورانوی. دوی لا اوس هم وايی چې څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول. دوی له دی بی خبره دی چې په نړۍکی د تکنالوژی انقلاب د يو بی پايه توپان په څير په منډه منډه واټنونه وهی، نوی پرمختګونه رامنځته کوی. دوی له دی بی خبره دی چې د تکنالوژی پرمختګ نړۍد هوا په باريکو تارو چی ليدل يی په سترګو ګران دی، داسی سره تړلی ده چې تر ډيره بريده و يوه واړه کلی ته چی اوسيدونکی يی يواوبل سره نه شليدونکی اړيکی او پيوندونه لری بدله کړيده.
زه ډاډه يم چې د ا ناول به زما د کلی په کليوالو تنکيو زلميانو کی د ژوندانه د ناخوالو سره د مبارزی روحيه راژوندی اوپياوړی کړی. دا ناول به زما د کلی کليوال بزګر د ۲۱پيړیدغوښتنوسره اشناکړی،اودی ته به يی وهڅوی چې خپلوبچيانوته د ټوپک په ځای قلم ورکړی. داناولبهزماپهجنګځپلیهيوادکیدقلماخيستنیديوهژوربدلونپهراوستوکیخپلرولولوبویاوپهدیډولبهپههيوادکیدسولی او ثبات په راوستوکی مرسته وکړی.
د کيسی دوهمه برخه بيا د افغانی ټولنی دوديز کلتور هغه برخه بيانوی چې ترينه انکار کول امکان نلری. دلته لا اوس هم ښځه چې د ټولنی د نفوس سمه نيمايی جوړوی، د تصميم نيولو او حتی د خپل ژوند د تصميم نيولو صلاحييت نلری. دا دوديز کلتور نه تنها دا چې د هيواد په کليو کی محدود دی بلکه د هيواد په پايتخت کی حاکم دی. دلته لا اوس هم د شخصيت معيار يوازی شته دی او د انسان علم او پوهه کوم چې الله ج په خپل مقدس کتاب قرانکريم کی برتره ګڼلی ده، د ټولنيز ارزښت نه برخمن نه دی.
داکرم او سارا د کيسی موخه داده ترڅو په ښارو کی زما ښاری ولس او په بانډو کی زما کليوال و ګړي د تعليم و زده کړی ته و هڅوی، دلور او زوی ترمنځ چې دواړه د الله ج تحفه ده توپير د منځ نه يوسی او ځان دنړۍد پرمختګ د کاروان سره يوځای کړي. زه ډاډه يم چې روڼ انده افغانان به دا وطن د پيړيو د جګړی نه چې ګټی يی نور وړی او زيان يی افغانانو ته رسی و ژغوری او افغانانستانبه د تعليم، سولی، سوکالی او تمدن په لور وهڅوی.
پهپای کی غواړم چې د ښاغلی څيړنپوه نصرالله زرمتی دافغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څيړنو دنړيوال مرکز دعلمی غړی نه چې خپل ګرانبها وقتيی ددی ناول په لوستلو او پرهغه باندی د کره کتنی د ليکلو له امله مصرف او په ډيرو برخو کييي ماته نيکی مشوری راکړی دی د زړه د کومی مننه وکړم، اود لوی خدای له دربار نه و ښاغلی زرمتی صاحب ته د هغه په شخصی او مسلکی ژوند کی د ډيرو برياوو هيله کوم.
غواړم په جلا ډول د بينوا ويب پاڼی اوپه خاص ډول دهغی د چلونکی ښاغلی خالد هادی نه ددی له امله چې د ناول ډيری برخی يی په پرله پسی ډول نشر کړی د زړه د کومی مننه وکړم. او دوی ته د الله ج د دربارڅخه د لا ډيرو برياوو هيله کوم.
په درنښت
احمدجان نوزادی
لومړی څپرکی
په داسی حال کی چی ښوونکی تازه درس پيل کړی و، ددروازی ټک ټک يی درس اخلال کړاو د ښوونکی توجه يي د ځان پلو واړول. دصنف په وره کی يو د پاخه عمر خاوند زلمی د يوه تنکی ماشوم سره ولاړی دی او و ټولګۍ ته دداخليدو اجازه غواړی. ښوونکی د يوی لحظی لپاره درس ودراوه، مخ يی د وره پلو راواړاوه او داسی يی وويل: مهربانی وکړی څه مو ويل؟
په وره کی ولاړ سړی داسی شروع وکړه: ښو ونکی صاحب دازما زوی دی اونن يی ددرس لومړی ورځ ده نو ځکه زه ورسره راغلم تر څو لار او ګودر و پيژنی، خو داسی ښکاری چې موږنا وخته راغلی يو.
ښوونکی: خير دی وروره ستونزه نشته. ښوونکی څو قدمه وړاندی راغی ماشوم ته ټيټ شو او داسی يی وويل: شاباش نوم دی څه دی؟
اکرم،
واه واه څه ښکلی نوم دی او دپلار نوم دی څه دی؟
خير محمد،
ښوونځی لولی؟
دهمدی لپاره خو راغلی يم.
ښوونکی ته د اکرم ځوابونه زيات په زړه پوری وه ، نو ځکه يی يو ځل بيا تر ځغلنده نظر تير کړ، له لاس نه يی ونيو او د چوکی و لورته يی رهنمايی کړ.
ښونکی د اکرم پلارته داسی وويل: وروره نورنو ستا دنده خلاصه شوه او پسله دی دا زما دنده ده چې و اکرم ته پاملرنه وکړم، ستايی په مخه ښه.
د اکرم پلار: ښو ونکی صاحب: ايا اکرم به پسله غرمی د کورلاره و مومی او که بيا هم ورپسی راشم.
ښوونکی يو ځل بياهم اکرم ته و کتل او دهغه پلارته يی داسی ځواب ورکړ: وروره! څوک چی د ژوند لاره ميندلای شی، هغه به هيڅکله هم د کور لاره غلطه نه کړي.
د اکرم پلار سره ددی چې د ښوونکی په خبره يی پوره سر خلاص نه شو، خو د خدای په امانی په ويلو سره يی په داسی حال کی د کور لاره خپله کړه چی زړه يی په ښو ونځی کې د خپل ماشوم زوی سره پاته شو.
ښو ونکی، اکرم د ټولګۍ په لومړی ليکه کی کښيناوه او بيا يی درس د سره پيل کړ. د لومړی ټولګۍ د تعليمی کال لومړی ورځ او ددی ټولګۍ دزده کوونکو لپاره د ژوندانه لومړی درس و. ډير زده کوونکی پخپلو کی سره مصروف وه يوازی يو څو زده کونکی د ښوونکی و هری کلمی ته خو را په ځير متوجه وه چی يو هم د هغوی نه اکرم و.
کله چې درس خلاص شو، ښوونکی مخ د زده کوونکو لورته واړاوه، ويی ويل: درس چا زده کړ؟
اکرم په لوړ اواز وويل: ما زده کړ ما، ا و ددی کلمی په ويلو سره يی د ښوونکی توجه نوره هم دځان پلو ته واړوله. د ښو ونکی باور نه راته او دا لومړی ځل و چې د لومړی ټولګۍيو زده کونکی په لومړی ورځ دلوست د زده کړی اظهار کوی. ځکه نو ښو ونکی و غوښتل چې ځان ډاډه کړی، سمدلاسه اکرم ته موسکی شو او ويی ويل: شاباش اکرمه راځه کنه اوس ستا نوبت دی چی درس تشريح کړی.
اکرم په ډير جراات د ټولګۍ مخته ودريد او د بسم الله الرحمن الرحيم په ويلو سره يی درس دسره راپيل او تر ختم پوری يی ټول درس داسی شرح کړ چې د ټولګۍ ټول زده کونکی يی حيران کړل. له ټولو نه زيات يی ښوونکی حيران کړ.
ښو ونکی د اکرم په استعداد کی خورا ځلانده راتلونکی وليده د هغه پر سر يی د مهربانی لاس را کش کړ او و ېېويل: شاباش اکرم جانه! نام خدا! نظر نه شی داسی ښکلی درس دی تشريح کړ چی خوند ېې وکړ. بيا ښوونکی مخ د زده کوونکو لورته راواړاوه اوداسی ېې وويل: ګرانو زده کونکو پسله دی چی کله له تاسو نه څوک پوښتنه کوی، چی درس چا زده کړ، نو تاسی بيله دی چې څه وواياست يوازی د خپل لاس په جګولو ځواب ورکړی او په دی ډول خپل د ټولګی نظام وساتی.
ښو ونکی د اکرم په فکر کی ډوب تللی و چی د رخصتی زنګ يی فکر اخلال کړ. او د په مخه موښه ګرانو شاګردانو په ويلو سره د ټولګۍ نه راووت.
ورځي او هفتی تيری شوی، اکرم دهری ورځي په تيريدو سره پخپل ټولګۍ او په ښو ونځی کی ځانته ځای پيداکاوه، د اکرم لپاره اوس ښوونځی ددويم کور ځای نيولی و. اکرم به د ټولونه مخکی ټولګۍ ته حاضر و او د ټولونه وروسته به د ټولګۍ نه واته.
اکرم د خپل ټولګۍ لومړی زده کونکی و، پر استادانو او اداری خورا ګران و او هرچا به د اکرم صفت کاوه. اکرم نه يوازی دا چې په ټولګۍ کی ټولوته ګران و په همداشان اکرم په کور او کلی کی دنورو ماشومانو په پرتله ډير محبوبيت درلود.
اکرم چې به کله د ښوونځی نه راستون شو نوسمدلاسه به د خپل نيکه، چې ده ته له ټولونه زيات نژدی او ګران و خواته ورغی او دهری ورځي کيسی به يی بيلی بيلی ورته ويلی.
د اکرم نيکه داتيا کلونو په شاوخواکی عمر درلود، ږيره يی سپينه او د لکړی په مرسته به پر لاری تی، په اصطلاح پښه ېې د ګور پرغاړه وه. اکرم د نيکه يوازينی لمسی ؤ، او همدا وجه وه چې د سترګو د کسی په څير ورته ګران و، د هغه د اکرم رشادت او ځيرکی ډيره خوښيدله، هرکله به يی د اکرم و کيسو ته غوږ نيوه او چی چيری به تلی نو اکرم به يی لکه دلاس د لکړی په څير دځانه سره ګرځاوه. تل به يی په جيب کی اکرم ته خوږه او پتاسی ساتلی او ډيربه ېې نازاوه.
د ښوونځی د لومړی کال په وروستيو کېاکرم نه يوازی داچېخپل کارونه يی کول بلکه د ښوونکی سره يی هم مرسته کوله. کله کله به يی د ښوونکی په غيابت کی نوی درسونه تشريح کول. کال پای ته ورسيداو اکرم په خپل ټولګۍکی اول نمره کامياب شو او د کال د ښه زده کونکی لقب يی ترلاسه کړ.
ښوونځی ددرو مياشتو لپاره تعطيل شوه. ټول زده کونکی په رخصتی باندی خوشحاله وه خو يوازی اکرم په دی رخصتی خوشحاله نه و. درخصتی په ورځو کی به اکرم کله کله دخپل پلارسره په کر او کروندی کی مرسته کوله. کله کله به يی هم خپل قلم او کتابچه را واخيستل او د ليک او لوست تمرين به يی کاوه، خو ډير وخت بهيی د خپل نيکه سره د ښوونځی په کيسو تيراوه.
يو کال ښوونځی د اکرم په واړه ذهن کی ستر انقلاب رامنځته کړ. اکرم به تل خپل کور، کلی او ښوونځی د چاپيريال په اړوند فکر کاوه. د ښوونکو رفتار چی د عادی وګړو په پرتله يی لوی توپير درلود اکرم تر اغيزی لاندی راوستی و او ماشومانه هيله يی داوه ترڅو په راتلونکی کی ښوونکی شی او په کلی کور کی د نورو د درناوی وړ وګرځی.
د رخصتی په ورځو کی اکرم ډير وخت ومينده ترڅو دخپل نيکه سره لر اوبر کلی ته په تفريح لاړ شی . اکرم او نيکه يی داسی سره خواږه وه چی ټول کلی يی ځان ته حيران کړیو. د شپی به ترناوخته پوری د اکرم نيکه اکرم ته نکلونه کول. کله به يی ورته د مرد اونامرد، داستان وايه او کله به يی ورته د بيبو او ښادی خان دمينی داستان اوراوه، اکرم به داسی ورته ځير و لکه يو څوک چې د فلم رښتينی صحنه وګوری. خو په رښتيا به اکرم د نيکه ټول داستان پخپل وړوکی ذهن کی ترسيمول. او د مينانو او مردانو خصوصيتونو ته به يی پخپل ځان کی پياوړی کول.
د اکرم او نيکه ملګرتيا خورا لڼده شو. داکرم نيکه نا ببره ناروغ شو، او پسله يو څو ورځو يی ددی فانی نړۍ سره د خدای په امانی وکړه او ځان يی ابدی نړۍته تسليم کړ.
دنيکه مړينی د اکرم پر ذهن باندی خورا ناوړه اغيزه وشيندله. اکرم د ځان لپاره ګوښه توب اختيار کړ، او چی کله به هم يوازی شو نو خامخا به يی دځان سره پټ پټ ژړل. د اکرم مور او پلار چې اکرم يی يوازينی ماشوم و داکرم داحالت نه شو ليدلای. کوښښ به يی کاوه تر څو اکرم مصروف کاندی او په دی ډول اکرم د نيکه خواشينی هيره کړی او ځانته عادت ونيسی. خو داکار خوراستونزمن و.
د مور او پلار د ډيرو هڅو سره سره، اکرم بيا هم د نيکه د فکرونود ټاله نه راواته. رنګ يی ورځ په ورځ ژړيده او خوب او خوراک يی ورک و.
د اکرم پلار چې دزوی دا حالت وليد ميرمنی ته يی وويل تر څو هلک د څو ورځو لپاره د ترور کورته بوزی، هلته به هم ترور او ترورزی ووينی او هم به دنيکه غم هير کړی. تر څو بيرته راستنيږی نو ښوونځی به يې هم شروع شی او بيا به په ورو، ورو نيکه او دهغه يادونه دياده ووځی.
د اکرم مور د اکرم سره يو ځای و برکلی ته په ميلمستيا ولاړل. او هلته اکرم د ترورزيانو سره په لوبو مصروف شو. سره ددی چی د نيکه يادونه د اکرم دژوند ترپايه د اکرم د تنهايیملګری شول خو اکرم د ترورزيانو سره په لوبو کی تر يوه بريده د نيکه غم هير کړ.
د ښوونځی دويم کال:
اکرم د ښوونځي په شروع له بل هر چانه زيات خوښ و. اکرم پسله درو مياشتو نه بيا خپل زاړه ملګری، چې هر يويی د ورور په څير اکرم ته ګران و، وميندل. دا کال اکرم له تير کال نه هم تکړه و. درسونه ورته ساده وه. هغه اوس هر ډول کتاب لوستلی شو. درياضی جمع ، تفريق او ضرب زبانی يی ښه زده کړی وو.
اکرم خو به پخوا خپلی پوښتنی د نيکه سره طرح کولی، ولی اوس چی نيکه يی د لاسه ورکړی و ، نو اکرم به خپل ټولی پوښتني د خپل ښوونکی نه پوښتلی او ښوونکی به ورته د قناعت وړ ځوابونه ورکول.
داکرم پوښتنی اوس دتير کال په پرتله خورا مهمی او د پام وړوی. اکرم به د اسمان، لمر، سپوږمی او ستورود خلقت په هکله او کله، کله به يی د ځان د راتلونکی په هلکه فکر کاوه.
يوه ورځ د تفريح په وخت کی اکرم د ښوونکی خواته راغی او داسی يی وويل:
ښوونکی صاحب، تاسو څومره ښوونځی لوستی ده؟
ښوونکی ځواب ورکړ: اول ښوونځی اوبيا پوهنتون.
نو ايا زه کولای شم چې دومره ډيره ښوونځی ولولم؟
ښوونکی: ولی نه هرمرو کولی شی.
اکرم: زموږ ښوونځی څوکاله ده؟
ښوونکی ځواب ورکړ: بس يوازی شپږ کاله.
اکرم موسکی شو او داسی يی دوام ورکړ. نو بيا؟
ښوونکی اکرم له لاس نه ونيو او په داسی حال کی چې دواړه دټولګۍ لورته روان شول، ښوونکی ورته وويل نو بيا به د خيره سره ليسی ته ولاړشی او هلته به يی شپږ کاله نور ولولی، او بيا به دخيره سره پوهنتون ته لاړشی. په دی وخت کی دواړه ټولګۍ ته ننوتل او ښوونکی، اکرم ته وويل چي نورو پوښتنو ته دی سبا ځواب وايم.
دا ټولو پوښتنو او ځوابونو د اکرم په ذهن کی ځای نيوه، او هلته پياوړی کيدلی، نور پوښتنی يی رازيږولی او د اکرم ذهن يی مصروفاوه. دا پوښتني داکرم د يوازيتوب ملګری کيدی او د اکرم د زلميتوب سره يو ځایټکينی کيدلی.
پنځه کال وروسته:
اکرم د کلی د ښوونځی پنځه ټولګۍ پرله پسی ولوستل او اوس په شپږم ټولګۍ چی وروستی ټولګۍده درس لولی. اکرم اوس تنکی زلمی دی. ډير څه يی زده کړی او ډيرو پوښتنو ته يی ځوابونه ميندلی دی. اکرم ته په ښوونځی، کلی، کور او جومات کی خورا په درنده سترګه کتل کيږی. د ښوونځی اداره خو په اکرم پوره حساب کوی. ډير وختونه ترينه د ښوونکی کار اخلی او د خپل ښوونکی سره خو يی اوس ملګرتيا د وروری ترسرحده مخته تللی ده.
اکرم د يوخبری نه ډار لاره، او هغه د اکرم ويره وه چېمبادا پلار يی ورته د تعليم د دوام اجازه ورنکړی. اکرم به دا خبره په وار وار دخپل ښوونکی نه پوښتل چې که چيری يی پلار اجازه ورنکړی نو بيا به څه کيږی، خو ښوونکی يی هر ځل و اکرم ته اميدواری ورکوله او دی يې راتلونکی ته هيله من کاوه.
اکرم دځان سره تصميم ونيو ترڅو لومړی داخبره پخپله دخپل پلار سره شريکه کړی، خودا کار اکرم ته خورا دروند ښکاريده او هيڅکله يی ددی جراات نه کاوه ترڅو د پلار په وړاندی خبری وکړی. ځکه يی تصميم ونيو تر څو مور ددی کار لپاره واسطه کړی.
د اکرم باور نه کيده چې پلار به يی دده د ښوونځي سره موافقه وکړی او په زړه کیيیيو ناولی لاس کرځيده او دييی نا هيلی کاوه. اکرم پسله ډيرو سوچونو بالاخره تصميم ونيو تر څو دا خبره سپينه کړی او خپل سودا رفع کړی. يوه ورځ په داسی حال کی چې اکرم له ښوونځی نه راستون شوی و، د ډوډۍ خوړلو وروسته يی مخ مورته راو اړاوه اوداسی يی ورته وويل:
اکرم: مورجانی يوه خبره درته وکړم؟
مور: زويه ولی نه، شل خبری خوراته وکړه.
اکرم: سږ کال می وروستی کال دی او ښوونځی خلاصيږی.
مور: موردی جارشی دا ډيره ښه خبره ده چی ته دخيره سره د ښوونځی نه خلاص شی نوبيا به د خپل پلار بازو شی او په کارونو کی به ورسره مرسته کوی.
اکرم: نه موری، زه غواړم له تانه څه وپوښتم.
مور: موردی جارشی ويی پوښته، غواړی څه وپوښتی.
اکرم: ايا زه کولای شم چې په ولسوالۍ کی نورهښوونځی ولولم؟
مور: زويه، نوره ښوونځی دڅه لپاره؟
اکرم: موری زه غواړم د خپل ښوونکو په څير لوړ تحصيلات وکړم.
مور: موردی بلا واخلی، دالوړ تحصيلات بيا څه وی؟
اکرم: موری، ډير خو زه هم نه پوهيږم، خو زه دومره پوهيږم چې لومړی بايد ليسه خلاصه کړم او بيا بايد لوړ تحصيلات وکړم، چې زموږ ښوونکی ورته پوهنتون وايی.
مور: زويه، نه دی پلار ښوونځی لوستی و، نه نيکه، راځه داخبری هيری کړه.
اکرم: موری، ته خو می پلارته داخبره ياده کړه.
مور يی بيا ټينګار وکړ او داسی يی وويل: زويه په دی خبرو پسی مه ګرځه.
داکرم سترګی د اوښکو ډکی شوی، د زاريو او ناز لاره يې خپله کړه او موريی راټينګه کړه تر څو داخبره يی د پلارسره شريکه کړی، خو موريی به يی خبره تيره کړه او ځان بهيی د کور په کاربوخت کړ.
خو اکرم، مور، داسی را مجبوره کړه چی بيله دی چی د خپل يوه دانه زوی خبره ومنی نور يی د تښتی لاره نه درلوده.
څو ورځی تيری شوی او اکرم به هره ورځ دمورنه پوښتنه کوله: ايا زما پلارته دی وويل. خو موربه ورته منفی ځواب ورکاوه، ولی په عين زمان کی به يیوعده کوله چې هرمرو به د زوی پيغام پلارته رسوی.
داکرم مور تصميم نيولی و چې دزوی غوښتنه دخپل خاوند سره شريکه کړی، خو داکاردهغی لپاره هم دومره ساده نه و. د اکرم مور خپل خاوند پيژاند چی يو سرټمبه کليوال دی او په اسانی باندی به هيڅکله هم د زوی او ميرمنی غوښتنه و نه منی، ځکه نو په يوه مناسب فرصت پسی ګرځيد له.
يوه ورځ چی د اکرم پلار د ماسپښين دلمانځه نه راګرځيدلی و. د کلا و ديوال ته يی ډه ډه وهلی وه. د چايی توره چايی جوشه ورته پرته وه، او دهر غړپ سره به يی د پلميتو يوه سخته دانه تر غاښ لاندی ميده کوله، مخ يی ميرمنی ته راواړاوه اوداسی يی وويل: داکرم موری! سږ کال کښت ډير ښه ده، او که خدای کول پوره رشه به واخلو. داسی غنم په دی ډيرو کلو کی نه دی شوی. دبادامو ونی هم ښی بار دی. او که خدای کول سږ کال به مو ژوند ډير ښه وی. د اکرم مور چې د خپل خاوند خبری په خورا مينه اوريدلی او په عين وخت کی يی تلاش کاوه ترڅود فرصت نه په ګټی اخيستنی سره خپل د زوی پيغام و پلارته ورسوی. داکرم مور د خپل خاوند په خبرو خوشحاله وه.
کله چی د خاوند خبری يی تمامی شوی، نو سمدلاسه د اکرم مور داسی شروع وکړه.
سړيه! زه هم غواړم چی تاته څه ووايم، خو زه نه پوهيږم چی څومره به ستا خوښ شی.
سړی خپل ميرمنی ته کښته پورته وکتل او ورته ويي ويل، ښه وايه نو ته غواړی وماته څه ووايی، نوی جامی غواړی، او که دی مور او پلارته ميلمستيا ورکوی.
د اکرم مور: نه سړيه! دا خبره نه ده کاشکی همدا خبره وای.
د اکرم پلار:يو ځل بيا خپل ميرمنی ته وکتل، نوره يی زغم پای ته ورسيد، داسی يی وويل: ښځي، ته څه سره او شنه کيږی او ترژبه لاندی خبری کوی. سپينه خبره وکړه، غواړي څه ووايی؟
ښځی يی سل زړونه يو زړه کړ، او داسی يی شروع وکړه: سړيه، اکرم غواړی چې د ولسوالۍ په ليسه کی خپلو زده کړو ته دوام ورکړی.
د اکرم پلار: ددی خبری په اوريدلو سره حک حيران شو، غنم او بادام يی د ياده ووتل او داسی يی وويل: څه! څه !! څه !!!
او بيا يی داسی دوام ورکړ: ښځي، ښوونځی څه او کاريی څه (( وايی څه دی کول چی پلار او نيکه دی کول)). نور په دی خبرو پسی مه ګرځه او د هلک سر، سم ورخلاص کړه.
داکرم مور: سړیه ما ډير ورته وويل، خو هغه دواړه پښی په يوه موزه کی کړيدی او هره ورځ له مانه پوښتی چی زما پلارته دی وويل.
د اکرم پلار: ښځی، زه يوه دانه زوی لرم او نه غواړم هغه دځانه ليری او مسافر کړم او بس.
نور بيا...