زه چې ماشوم وم

 
زه چې ماشوم ومه،...
مرغې مې خوښېدلې،...
آ خوا دې خوا،...
به مې منډې پسې کړلې،...
خو دوی سختې ډارېدلې...
او له ما به تښتېدلې...
ناتوانه ومه،... نه مې شوې نېولی،...
رانه تللې،... له ما لېرې آلوتلې...  
چې لږ لوی شوم،..
ما دوی کله پرېښودلې،..
په لېندې به مې ویشتلې،..
هره ورځ مې ښکار کولې او وژلې 
څوک به مې مړې کړلې څوک ګوډې
او د چا به مې وزرونه مات کړل...
بس به را ولوېدې په ځمکه،...
رپېدلې،... چغېدلې به دوی...
ما به لاسونو کې نېولې
او خوشحال به ومه...
دا زما مینه وه مرغانو سره...
ای ربه دا مې څومره ظلم کړئ...
واړه بچیان به یې په ځالو کې
له لوږې مړه وي...
ربه ما وبخښه زه نه پوهیدم!
خو حیران هغو ته یم،...
چې ستا په نوم باندې...
له خلکوغوڅوي سرونه...
څوک یتیمان کړي،...
پر چا میندې بوري.