
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
ویلیم سامرست موام (William Somerset Maugham) د ۱۸۷۴ زیږېدي کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د دغه انګریز لیکوال د زېږېدو پر مهال د هغه پلار په پاریس کې په انګلستان سفارت حقوقي سلاکار وو او تر دیارلس کلنۍ پورې په همدې ښار کې پاتې شو. لاکوچنی وو چې د مور له مړینې یې دوه کاله وروسته پلار له نړۍ سترګې پټې کړې او د خپل روحاني تره تر نظر لاندې په کنټ (Kent) ښار کې لوی شو.
تر لس یا دیارلس کلنۍ پورې په پاریس کې اوسېده او په کینګز او کنټربری (Canterbury) کې یې زده کړې وکړې، دغه راز یې د هایدلبرګ (Heidelberg) پوهنتون ولوست او له هغه ځایه هم لندن ته لاړ او د طب په برخه کې یې د لوړو زده کړو له پای ته رسولو وروسته د انګلستان د فیزیک پوهانو د ټولنې غړیتوب هم تر لاسه کړ.
د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې په سره صلیب نړیواله اداره کې کار وکړ او له هغې وروسته یې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل. د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال هم په پاریس کې د انګلستان د اطلاعاتو وزارت د استازي په توګه پاتې شوی او نن یې نوم د نړۍ په پیاوړو لیکوالو کې لولو.
خپلو لومړنیو ناولونو لیزاآف لمبېت (Liza of Lambeth)( 1897) او مېرمن کرایداک (Mrs Craddock)( 1902) هغه له ډاکټرۍ وغړاوه او نور یې نو ادبیاتو ته مخه کړه.
انساني مرييتوب(Bondage Of Human)( 1915) دهغه شهکار اثر ګڼل شوی او ددې ناول له بشپړولو وروسته یې سفرونو ته مخه کړه او امریکا او د اروپا لېرې پرتو سیمو ته یې سفرونه وکړل.
هغه له یوې نجلۍ سره له اته کاله اړیکې وروسته له هغې څخه د واده غوښتنه وکړه خو هغې رد کړه، بالاخره یې د سیري بارنادو ولکم په نامه یوې ځوانې کونډې سره اړیکې پیدا کړې، دوه کاله وروسته دې کونډې یو زوی هم وزیږاوه چې یو کال له واده وروسته یې د خپل ځوی په توګه قبول کړ. او له هغې وروسته به یې نیم کال له هغوی سره په لندن کې تېراوه او نیم کال به په سفر او ډیپلوماټیکو چارو کې پرې تېرېده.
نوي کلن به وو چې یوه ورځ یې خپل سر په لاس کې ونیو او د پرې کولو په حال کې یې وویل: ما ماته وخوړه، په ټول ژوند کې مې تېروتنې کړې، ژوند مې یو جهنم وو ټول څیزونه مې له لاسه ورکړي.
موام د خپل ورور هنري له ځان وژنې وروسته څو ځله د ځان وژنې هڅه کړې، حتی تر دې چې خپل وراره ته به یې ویل چې که په دعا باور لرې ماته دعا وکړه چې سهار له خوبه ژوندی پانه څم. بالاخره یې دعاګانې د ۱۹۶۵ کال د ډسمبر په شپاړسمه نېټه قبولې شوې او ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.
له دغه پیاوړي لیکوال څخه څه د پاسه سل ناولونه، ګڼ شمېر لنډې کیسې، یونلیکونه او څېړنې په یادګار پاتې دي.