غزل

 
ستا د عشق په کومه سيمه کې روان يم؟
چې خبر نه په پري نه په انسان يم!

ځان ويجاړ راته  ښکارېږي په خپل ځان کې
که د ټن (۱)د غره په پيڅه کې ودان يم

ستا د پښو تلي به ښکل کړمه زه خاورې
ستا تر شونډو به رسېږمه پېزوان يم

په سندرو په اتڼ يمه راغلى
غېږ دې پرانېزه چې ستړى يم ستومان يم

نه پوهېږم چې زه څه ومه بيا څه شوم
نه ساده يم نه اغيار او نه جانان يم.

٢٨/١٢/١٣٨٥
حيدرآباد
 
(١)  ټن : زموږ  د کلي شمال  ته پروت يو غر نومېږي.