الکساندر پوشکین، ستر روسی لیکوال

 
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
الکساندر سرګيي یویچ پوشکین (АлександрСергеевичПушкин) د ۱۷۹۹ کال د جون په شپږمه نېټه د روسیې په مسکو ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستې. پلار یې له یوې اصیلې روسي کورنۍ څخه وو او مور یې د یو اتیوپیايي مريي او د ستر پتر تزاري د برکټي لمسۍ وه.  
د هغه کورنۍ د روسيې په تاریخي پېښو کې مهم رول درلود، کورنۍ یې شپږ سوه کاله د روسیې په واکوالۍ کې مشهوره وه؛ خو دهغه پرمهال یې کورنۍ پخوانۍ شان او شوکت نه درلود. په ۱۸۱۱ کال پوشکین دولس کلن وو او له ۱۳ هغو زده کوونکو سره چې د تسارسکویه سلو په ښونځي کې د تحصیل لپاره وټاکل شول او دې سلطنتي ښونځي ته دال شو.
پوشکین د روسي ژبې د مدرنو ادبیاتو له بنسټګرانو شمېرل کېږي، او ځینې یې د روسي ژبې تر ټولو ستر شاعر ګڼي.
په ۱۸۱۷ کال په نوموړي ښونځي کې له زده کړو وروسته په بهرنیو چارو وزارت کی د مشره پلاوي د منشي په توګه وګمارل شو.
پوشکين پنځلس کلن وو چې خپل لومړني شعرونه یې خپاره کړل، د مدرسې له پای ته رسولو وروسته د ټولنیزو اصلاحاتو په پلویتوب کې د انتقادي ویناوو له امله له پلازمینې وتښتېده او مالدیف ته ولاړ. هلته له عثماني امپراتورۍ د یونان د خپلواکۍ غوښتنې د ډلې غړی شو، او د یونان د انقلاب اغېز هم پرې پرېوت. په ۱۸۲۳ کال یې اودسا ته سفر وکړ خو هلته هم له حکومت سره ونښت او جلاوطن کړای شو خو سره لدې یې هم له لومړي نیکولاس تزار سره د ملاقات چانس وموند.
په ۱۸۳۱ کال یې له نیکولای ګوګول سره وکتل او دهغه د کمډي داستانونو تر اغېز لاندې راغی. له یو کال وړاندې راهیسې یې په بولدینو کې ژوند کاوه، نږدې پنځوس اثار یې په بېلابېلو مضامینو خپاره کړل، په همدې کال کې یې له ناتالیاګونچارووا سره واده هم وکړ او په ۱۸۳۳ کال بېرته بولدینو ته ولاړ.  
له دې واده وروسته یې په دربار کې تګ راتګ زیات شو، خو دا چې تزار ورته په دربار کې ډېر ټیټ لقب ورکړ هغه عصباني شو، د هغه مېرمن چې ډېره ښکلې وه د تزار په ګډون لوړ پوړو درباریانو به هر وخت ستایله.
په ۱۳۳۷ کال یې پورونه ډېر زیات شول، له بلې خوا آوازه خپره شوه چې مېرمن یې د جورج دانتس په نامه له یو فرانسوي افسر سره ناوړه اړیکي لري. پوشکین د خپل غرور د ساتلو لپاره دغه فرانسوی افسر د ۱۸۳۷ کال جنورۍ په ۲۷ نېټه په یوه ټاکل شوي ځای کې وواهه، خو هغه یواځې په لاس ټپي شو مګر خپله په ګېډه کې ټپي شو.
دغه ستر روسی لیکوال په سن پترزبورګ کې د ۱۳۳۷ زیږېدي کال د فبرورۍ په لسمه نېټه ومړ.
د هغه په آثارو کې د کپتان لور،  خسیس درباري (۱۸۳۰)، بوریس ګودونوف، پولتاوا (۱۸۲۹) ، د کب او کب نیونکي کیسه او چنګړیان (۱۸۲۵/۱۸۲۷) ته اشاره کولای شو.