غزل

 
په نيمه شپه کې ستا د غم توره چورلکه راځي
د زړه پرکور مې راتاوېږي  ژړا ځکه راځي

چې سترگه وخېږي، سباشي، په خپل کار پسې ځم
چې سترگه ډوبه شي، ماښام شي، اوربلکه راځي

زه چې په زړه کې څومره وېره هم له ژبې لرم
باور په خداى(ج)،که دومره وېره له ټوپکه راځي

په کومه ورځ که د جانان سره يو ځاى شمه زه
په  هغه ورځ به په لاس بېرته زما ورکه راځي

په دې نيمگړې دنيا داسې ژوندون تېرکړهساده
چې پرېښتې دې جنازې ته له فلکه راځي.

 
١١/١٢/١٣٨٥
حيدرآباد