
اوښکې:
که دوه ځله د یوه هدف لپاره د اوښکو تویول د وخت له لاسه ورکول وي؛ خو بیا هم د یوه مړي لپاره درې ورځې سر په سر ژړا یو ځل کیږي...
لیکوالي:
ویل یې ولې مې څوک په طنزونو نه پوهېږي، ما ویل بختوره! زموږ په جدي خبرو لا نه پوهیږي څه وار مو د ټوکو شو...
لوچکي:
زاړه سړي په موسکنده لهجه مخامخ ولاړ هلک ته چې په سټایلونو جوړې کړې ږیرې او پورته پورته درول شوو ویښتانو یې نظر جلباوه وویل: زه نه وایم چې ته بد سړی یې خو څوک چې له تاسره علاقه کوي حتمن خراب دی...
لیاقت:
د ځینو لپاره سړی اړ شي په داسې ځواب فکر وکړي چې لکه لوټه په اوبو کې ورک شي، خو ځینې په هغه هم نه ارزي...
هیلې:
په نازکو ګوتو یې خپل کور او د کور پلو یو روان موټر رسم کړ، خو دوه څیزونه يې نشو رسمولای، مور ته نوې جامې او په موټر کې را ستنیدونکی پلار...