
اسرایلی «ټیډي ساګي» یو له کشرو میلیاردرانو څخه دی. نوموړی په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې د اسرایلو په پلازمېنه تل ابیب کې زېږېدلی دی.
د نوموړي پلار ټراول ایجنسي درلوده او مور یې سینګاروونکې وه. د نوموړي کورنۍ د غیرې قانوني کارونو له کبله بدنامه ده.
مشر یې ورور د یوه سوداګریز سلاکار پر وژنه تورن و. ویل کېدل چې هغه د خپل پلار ټوپک اخیستی او هغه سلاکار یې ۱۰ مرمۍ ویشتلی و.
وروسته په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې ټیډي ساګي چې ایله ۲۲ کاله عمر یې درلود د غیرې قانوني سوداګرۍ له کبله ونیول او ۹ میاشتې بندي شو. دی او اووه نور سوداګر تورن وو چې د ونډو په غیرې قانوني پېر او پلور او بانکي درغلۍ کې ښکېل دي.
کله چې له زندان څخه ازاد شو، له خپل پلار سره په ګډه یې بیا د ونډو په بازار کې سوداګري پیل کړه. دغه کار هم خوند ورنکړه ځکه د ده په باور ګټه یې کمه وه. ټیډي د ډېرې ګټې په موخه د انټرنېټ لور ته مخه کړه. ده په انټرنېټ کې تر ټولو ګټور شی، لوڅ فلمونه وموندل.
په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې یې د « Unlimited9 » په نوم د وېبپاڼو د جوړولو په یوه کمپنۍ کې پانګونه وکړه. دې کمپنۍ «پورن» یعنې د بربنډونو فلمونو وېبپاڼې جوړولې. په همدغه کال کې یې یوه بله کمپنۍ جوړه کړه چې د قمار اړوند سافټوییر یې جوړول.
د پلې ټېک په نوم د دې کمپنۍ کاروبار په چټکۍ پرمختګ وکړ او اوس د خپلې برخې له مخکښو کمپنیو شمېرل کېږي؛ خو د نوموړي پر سافټوییرونو هم ګڼې نیوکې کېږي. د مېل انلاین د راپور له مخې یوه شنونکي ویلي چې د ساګي له لوري جوړ شوي د قمار ماشینونه تفرقه اچوونکي دي.
د نوموړي د همدې کمپنۍ ارزښت دری میلیارده ډالره اټکل شوی چې د کلني پلور کچه یې ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دی په دې کمپنۍ کې اوسمهال درېیمه برخه ونډې لري او نورې یې د خپلو نورو سوداګریو لپاره د پانګې د پیدا کولو په موخه پلورلې دي.
له دغو نویو پانګونو څخه یوه یې د مارکېټ ټېک هولډېنګ په نوم کمپنۍ او د لندن په سیاحتي سیمه کې د ۱۱ هکتاره ځمکې پېرل شامل دي. مارکېټ ټېک هولډېنګ کمپنۍ یې په ۲۰۱۴ کال کې عامه شوه چې ارزښت یې ۱،۳ میلیارده ډالره بلل کېږي او د ساګي ونډې په دې کمپنۍ کې ۸۶ سلنه دي.
نوموړی دغه راز د سېف چرج په نوم د انلاین پېمېنټ« پرې کولو» او د کروسایډر په نوم د ډېټا د انلایز په کمپنیو کې هم درېیمه برخه ونډې لري.
دی د «بار ریفالي» په نوم له یوې ماډلې او د اسرایلو د ښکلا له پخوانۍ ملکې «یال نیزیري» سره رومانتیکي اړیکې لري.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې په ۲۵ مه نېټه د نوموړي پانګه دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او په خپل هېواد کې اتم ځای لري.
نوموړی یو زوی لري او په تل ابیب کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.