ژباړن : عطا محمد میاخېل یوه ورځ حضرت عمر (رض) د حضرت نبي کریم (ص) کورته د ننوتلو اجازه تر لاسه کړه، رسول الله (ص) له خپلو مېرمنو او د قریشو له ځینو مېرمنو سره وو، هغه ښځې په لوړ غږ غږېدلې او له حضرت رسول الله (ص) څخه یې ډېر څیزونه غوښتل، کله چې یادو ښځو د حضرت عمر (رض) غږ واورېده، نو ټولې وتښتېدې او د پردې شاته پټې شوې. حضرت رسول الله (ص) خندل، حضرت عمر (رض) وویل : ولې خاندې اې د الله (ج) رسوله ! هغه (ص) وویل : د دې ښځو له پاره، کله چې دوی ستا غږ واورېده، نو د پردې شاته پټې شوې . حضرت عمر (رض) ښځو ته وویل : اې د خپل نفس دښمنانو ! له ما څخه ډارېږئ او له رسول الله (ص) څخه نه وېرېږئ ؟ ښځو وویل : هو ته ډېر غوسه ناک او توند خویه یې . حضرت نبي کریم (ص) وفرمایل : په الله (ج) مې دې قسم وي، چې زما نفس د هغه په بلا کیف لاس کې دی. کله چې شیطان تا په کومه لاره وویني، نو هغه لاره پرېږدي او تښتي .
وروستي