مرورګل

 
ولې مرور (ورېښمين) ګل د لاس په لمس سره را ټوليږي؟!
مرورګل:
د مرورګل چې، انګلېسي نوم يې (Touch-me-not) اوعلمي نوم يې (حساس نبات _mimosa pudica ) دى، يو داسې بوټى دى چې، په نړيواله کچه ځانګړى شهرت لري. پاڼې يې پېچلى اوچيچلى جوړښت لري. که چېرې ددغه ګل هغه ځاى ته په ځيرسره وکتل شي چې، پاڼې ورسره کوشېر دي، نو هلته يوڅو راوتلي اوپړسېدلي ځايونه لېدل کېږي. ددې راوتلو ځايونو ډېرسلولونه د تنکيو دېوالونو درلودونکي دي. دغه را وتلي ځايونه چې، کله اوبه ځان ته جذب کړي،نو پړسيږي او کله چې،اوبه له  لاسه ورکړي، ګل بېرته ګونځې _ مړاوى کېږي او ورټوليږي.دا ګل د لاس له لمس سره خورا حساسيت لري. کله چې، هغه ته لاس وروړل شي،نود ګل سلولونو له تنکيو دېوالونو څخه اوبه ښکېيه ډنډر(ساقې) ته ځي چې، په پايله کې سلولونه ګونځېږي او له يوبل سره تاويږي. ددغه بوټي ټولېدنه  هغه مهال رامنځته کېږي چې، کله کوم جسم  له هغه سره ونښلي.که چېرې يوه وړه حشره او يايوڅاڅکى اوبه هم ورسره ولګېږي، نودا ډول غبرګون  ښيي. دا عمل يوازې د څوثانيو په موده کې رامنځته کېږي،ددغه ګل پاڼې کابونيم ساعت وروسته خپل لومړني حالت ته را ګرځي. مرورګل ته ځينې خلک د ورېښموګل هم  وايي او د خپلې دې ځانګړتيااوڅرنګتيا له امله په ټوله نړۍ کې اوڅار شهرت لري.  
                                                                                                    فضل وزيرهيله من