کيوي يو ناوياته او نادوده الوتونکى!

 
 
کيوي ( Kiwi ) يوناوياته او  نادوده  الوتونکى دى چې، په نيوزيلنډ کې  ژوند کوي. وزرونه  يې ډېرکوچني او کابو په سترګو نه لېدل کېږي. په سوړو او سمڅو کې ځاله جوړوي او ټول عمرد ورځې له خوا په خپله ځاله کې ويدۀ وي اود شپې له خوا له  خپلې ځالې نه را وځي،سترګې يې ډېرې کوچنۍ او کمزورې دي، خود بويونې (شامې) حس يې ډېر پياوړى او غښتلى دى او د سترګو کمزورې يې هم د شامې حس جبران کړی دی. د کيوي ښکار او خوراک کوچني چينجي او حشرې دي چې،د شامې حس يې د ښکار کولو په کار کې ورسره ډېره مرسته کوي.
                                                                                           فضل وزير هيله من