اوښمرغه تېږه خور الوتونکى!

 
اوښمرغه يوډېر عجيب او غريب مرغه دى چې، تېږي  هم خوړلى شي. دغه الوتونکى د تېږو سربېره د اوسپنې وړې ـ وړې  ټوټې او نور څيزونه  هم خوړلى او  هضمولى شي. ترڅو چې، د اوښمرغه خوراک دى، نوهغه يوډېرسولند او شومپړک مرغه دى. ددۀ اصلي خوراک واښه، د تخمونوبېلابېلې دانې اوداسې نور شيان دي،خو هغه پريادو څيزونو سربېره کاڼي اود اوسپنې وړې ټوټې هم خوري.
اوښمرغه د کچې له پلوه په نړۍ کې ترټولو لوى مرغه دى. زياتره په افريقه کې ژوند کوي، وزن يې د(١٣٠) کيلو ګراموپه شاوخواکې او(٢،٥) متره بېيه (قد) لري، وزرونه يې کوچني دي، ځکه خوالوت نه شي کولاى. د هغه وزرونه يوازې د ځغل په وخت کې د دۀ د بدن انډول ساتي.
 

 
د اوښمرغه پښې جګې دي اوهره پښه يې دوې ګوتې لري،په سراو ورمېږ يې لږلږ ويښتان وي. د نراوښمرغه بڼکې تورې يا تېزې نصواري وي،خو پښې يې سپينې وي.د ښځې اوښمرغه بڼکې تېزې تورې او د نراوښمرغه پرانډول لنډې وي. اوښمرغه په ټولو الوتونکو کې غټه هګۍ اچوي چې،د هګۍ اوږدتيايې له ( ١٥_ ١٨) سانتي مترو او قُطر يې له (١٢_ ١٥) سانتي مترو پورې وي. درې ياڅلور اوښمرغانې په ګډه په ځمکه کې يوه کنده جوړوي او هلته هګۍ په کې کوي او په وارسره پرهغوى کېني،د شپې له خوا نراوښمرغه پر هګيو کېني او ويديږي. اوښمرغه پيکه او ناشولته غږ لري. يو داسې آواز چې، له ډېرلېرې نه هم اورېدل کېږي. بڼکې يې له ښکلا سربېره په اسانۍ له بېخه اېستل کېږي او د غورځېدلو بڼکو پرځاى نورې بڼکې را ټوکېږي. اوښمرغه هغه مرغه دى چې، د نړۍ له ټولو الوتونکو څخه يې د ځغل چټکتيا ډېره ده. د منډې چټکتيا يې په يوۀ ساعت کې (٨٠) کيلو مترو ته رسيږي او په دې چټکتيا سره يو کيلو مترځغاسته کولاى  شي.