په فطري توګه وسله د انسان او انسانيت دښمنه ده، خو کله ناکله د انسان او د انسانيت د پت او عزت د ساتنې په موخه هم کارول کېدای شي. وسلې د کار د بنسټ له مخې په درې ډوله دي. لومړی، هغه ډول چې، د کيميا او کيمياوي تعاملونو پورې اړونده خاصيتونو پر بنسټ کارکوي. دويم، هغه ډول و سلې چې، په بيولوژي او بيولوژيکي خاصيتونو پورې اړونده تعاملونو پرمټ کار کوي او درېيم، هغه ډول چې، د فزيکي او په ځانګړې توګه د هستوي فزيک او هستوي تعاملونو پر اساس کار کوي چې، دې درېيو ډولونو ته په ترتيب سره کيمياوي، بيولوژيکي او هستوي وسلې وايي. دغه وسلې د هغو د وراني او تخريب د کچې له مخې بيا هم په درې ډوله خفيفه، ثقيله او د ټول وژنې وسلو په ګروپونو وېشل کېږي. زهٴ غواړم،دلته په درېيم ګروپ چې،د ډله ييزه وژنې وسلې دي،رڼاواچوم.
د ډله ييزه وژنې وسلې: هغه ډول وسلو ته ويل کېږي چې، د هغو په کارونې سره لږ تره لږه تر سلو ډېرو انسانانو ته مرګ ژوبله واړوي، ودانۍ ويجاړې کړي، طبيعي شتمنۍ زيانمنې کړي او همدارنګه د ځمکې د اټومسفېير د زيانمن کېدا لامل وګرځي.
کيمياوی وسلې: د ډله ييزه وژنو وسلو له ډلې څخه ګڼل کېږي. په دې ډول وسلو کې د کيمياوي توکو له زهرجنو او وژونکو خاصيتونو څخه کار اخېستل کېږي، په کيمياوي وسلو کې د وسلو د چادونې ځواک د وسلو بنسټيز اصل نه، بلکې د هغو د زهرجنتوب وسله ييز وس او ځواک د وسلو بنسټيز اصل بلل کېږي. په زرګونو کيمياوي توکي کولای شي چې، د کيمياوي وسلو په بڼه وکارول شي. کيمياوي ګازونه د انسان وژنې، د ژونديو موجوداتو د عادي حالت د بدلون، د کروندو د وراني، وچاوي، د څارويو د لوږې او نورو ناروغيو لامل کېدای شي. په نړيوالو قانونونو کې هره هغه کيمياوي ماده چې، زهري خاصيت ولري، کيمياوي وسله ګڼل کېږي. دا وسلې په لومړي ځل د جرمنيانو له خوا کارول شوې دي.
ټيټه بيه، په بېلابېلو ډولونو د لېږدونې وړتيا، رواني او فزيکي اغېزې، د کيمياوي وسلو له ګټورو خاصيتونو څخه شمېرل کېږي. د ځينو کيمياوي اجنټونو په توليد کې د پېچلې ټکنالوژۍ اړتيا، د زيان ناسمې کچې ټاکنه او د زيان د سيمې ناسم کنټرول، د کيمياوي وسلو له ناسمو خاصيتونو څخه شمېرل کېږي.
بيولوژيکي وسلې: د ډله ييزو وسلو له ډلې څخه شمېرل کېږي. په بيولوژيکي وسلو کې د ژونديو ژونکو او ويروسونو څخه کار اخېستل کېږي. بيولوژيکي وسلې کولای شي، نېغ په نېغه اغېزه ولري او ياهم کولای شي چې، د اوږدۀ مهال لپاره خپلې اغېزې په داسې ډول پرېږدي چې، په لنډمهال کې د چا ورته پام نه شي، انټراکس د بيولوژيکي وسلو يوه ستره پېژندل شوې بېلګه ګڼل کېږي. تبه، ستړيا او وينه بهېدنه په بيولوژيکي او کيمياوي وسلو کې د معروضيت ګډې نښې ګڼل کېږي.
د لېږد يې اسانه او بېلابېلې لارې، په لنډ مهال کې د نه پېژندتيا ځانګړتېا، ټيټه بيه، لږ حُجم، په سخته باندې دفعه کول، ودانيو او مړو موجوداتو ته زيان نه رسول، د بيولوژيکي وسلو له ګټوڅخه دي. همدارنګه زهرجنتوب، په سختۍ يې توپير کېدل، د خپراوي سخت کنټرول او د پېژندګلوۍ سخت ميخانيکيت د بيولوژيکي وسلو له ناسمو خاصيتونو څخه ګڼل کېږي.
هستوي وسلې: دا هم د ډله ييزه وژنې وسلو له ډلې څخه شمېرل کېږي. هستوي وسلې د دوو هستوي تعاملونو ( هستوي انشقاق او هستوي اتحاد ) پر بنسټ کار کوي. هغه چې، د هستوي انشقاق پر بنسټ کار کوي د اټومي وسلو او هغه چې،د هستوي اتحاد پر بنسټ کار کوي، د هايډروجني وسلو يا بمونو په نامه ياديږي. د دغو وسلو د وراني او ويجاړتيا ځواک خورا ډېردی، لنډمهاله او اوږدمهاله زيانونه لري چې، له چټکې چاودنې پيل تر اورلګونې او اوږدمهاله وړانګونې ( تشعشعاتو ) پورې رسېږي. د هستوي وسلو ډېر خطرناک ډول هستوي بمونه دي چې، د سون توکي يې له معمول سره سم يورانيم او ياهم پلوټونيم وي. په داسې حال کې چې، د هايډروجني بمونو د سون توکي يوازې هايډروجن وي. يو کوچنی ( زر کيلو ګرامه ) هستوي بم د يوۀ ښار د وراني لپاره بس دی. يو داسې هستوي بم چې، يو ټن وزن ولري، د يوه ٴ ښار د بشپړ وراني لپاره کافي دی. د يو ټن يورانيمو انرژي د يو مېليون ټنو باروتو له انرژۍ سره مساوي ده. نورې وړې هستوي وسلې هم شته چې، کمزوري شوي يورانيم په کې کارول کېږي. د هستوي وسلو کارونه په بشپړه توګه منعه او بنده ده. ټيټه بيه، ډېره انرژي، د تعامل چټکتيا او لږه کِتله د هستوي وسلو له ګټو او د وراني او ويجاړتيا لويه کچه، له کنټرول څخه وتلې زيانونه، اوږدمهاله اغېزې او د ساتنې پېچلی ميخانيکيت د هستوي وسلو له ناسمو خاصيتونو څخه ګڼل کېږي.
فضل وزير هيله من
وروستي