
امریکایی لیندو روزیټو له خورا کوچني کار څخه میلیاردر شوی دی. د نوموړي پلار ژولیان روزیټو د متحده ایالتو د نیویارک ایالت په منهاتن سیمه کې د سینګار یو صالون درلود. په دغه صالون کې د لیندو مور او پلار دواړو کار کاوه. په ۱۹۵۰ کال کې د دوی دواړ دغه صالون د ځینو ستونزو له کبله له ماتې سره مخ شو.
له دې ماتې وروسته د لیندو پلار ته یوازینی شی چې پاتې شول هغه د وېښتانو د بیګودي کولو یو ماشین و چې ده په خپله اختراع کړی و. د لیندو پلار او ده دواړو د همدې ماشین د جوړولو لپاره د خپل کور په تلخونه«زېرزمینۍ» کې کار پیل کړ. لیندو د دغه کار لپاره د پیسو پیدا کولو په موخه خپل موټر وپلوره. نوموړي خپل موټر په پنځه زره ډالره وپلوره؛ خو نورې ټولې پیسې یې د والدینو په پور کې ولاړې او د کار لپاره یوازې ۱۰۰ ډالر ورته پاتې شول.
په همدې سلو ډالرو دوی خپل کار ته دوام ورکړ. د خپل کار په لومړیو کې یې د وېښتانو د بيګودي کولو ماشینونه او په جاپان کې جوړ شوي د د وېښتانو کلپټونه پلورل.
کاروبار یې په خورا چټکۍ پرمختګ کاوه، خو په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې یې د کمپنۍ یوه مرکز اور واخیست او زیان یې ورته واړاوه. تر همدې پېښې دوه کاله وروسته یې پلار مړ شو. په ۱۹۶۸ او ۱۹۶۹ کلونو کې یې د وېښتانو لپاره د ګرمو شانو، د توني کولو وسایل او د تفنګچې په شکل د وېښتانو د وچولو ماشین بازار ته وړاندې کړل.
د «Conair Pro-Style» په نوم د وېښتانو یو وچوونکی ماشین یې په مارکېټ مشهور شو او د همدې ماشین له برکته یې پلور په ۱۹۶۸ کال کې له یو اعشاریه یو میلیون ډالرو څخه په ۱۹۷۳ کال کې ۱۲،۶ میلیونه ډالرو ته لوړ شو.
د « Conair» په نوم دا کمپنۍ په ۱۹۷۲ زېږدیز کال کې عامه شوه، خو په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې بېرته شخصي شوه.
ده په ۱۹۸۹ کال کې د «Cuisinart» په نوم د کورنیو وسایلو یوه کمپنۍ وپېرله.
د کانیر په نوم د دې کمپنۍ ۱۰۰ سلنه ونډې د لیندو روزیټو او اولادونو یې دي. د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۲۴ نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام او د امریکا په متحده ایالتو کې ۱۸۳ ام ځای لري.
ده لوړې زده کړې نه دي کړې او په کالج کې ډراپ شوی، واده یې کړی او څلور اولادونه لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.