ګي دوموپاسان؛ پیاوړی فرانسوی کیسه لیکوال

 
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
ګي دوموپاسان (guy-de-maupassant) د ۱۸۵۰ ریږېدي کال د اګست په پنځمه نېټه د فرانسې په شمال لویديځ کې د (دی اپ) ښار ته څېرمه نړۍ ته سترګې پرانستې. هغه د ګوسټاو فلوبر فرانسوي کیسه لیکوال په څېر د نړۍ د واقعیت پالو یا نچرلیسټانو (Naturalists)لیکوالو د مکتب بنسټګر بلل کېږي. دغه راز د هغه کیسې د لنډو کیسو د بشپړوالي په لړۍ کې هم مهمې بلل کېږي او د هغه آثار د لنډو کیسو له لومړنیو بېلګو شمېرل کېږي.  
هغه د خپلې ټولنې د بېلابېلو پوړونو د فکرونو، هیلو او اندېښنو ښه انځورګر دی خو زیاتره کارونه یې له سترو بشري او نړیوالو پیغامونو ډک دي.
ګي د موپاسان په رووان ښار کې له منځنیو زده کړو وروسته په پاریس کې د حقوقو پوهنځۍ ته لاړ خو د زده کړو پر مهال یې د فرانسې او آلمان ترمنځ جګړې ونښتې او زده کړې یې هم په نیمايي کې پاتې شوې. په جګړه کې د ماتې له امله نهیلی او ستړی وو او د سمندري چلند په وزارت کې په دنده بوخت شو.
په ۱۸۸۰ کال د لومړني ناول په لیکلو سره د ادبیاتو په ډګر راڅرګند شو او ډېر ژر مشهور شو. څه موده وروسته یې دولتي دنده خوشې کړه او ټول وخت یې لیکلو ته ګوښی کړ. د یوې کوچنۍ بېړۍ په اخیستو سره یې سفر ته مخه کړه او د خپلې ټولنې هره برخه یې ښه وپېژندله او په خپلو لیکلو کې یې د ځایولو هڅه وکړه. هغه په خپل لنډ عمر کې څه دپاسه درې سوه لنډې کیسې لیکلې او په ۱۹ پېړۍ کې د فرانسې تر ټولو ستر لیکوال ګڼل شوی. چې په ټولو اثارو کې یې د ډرامې او کمیډي په څېر ادبي ډولونه تر سترګو کېږي او ټول یې له پېښو او هیجان څخه ډک دي.
په آثارو کې یې (یو ژوند)، (پل امي)، (د مرګ ځواک)، (د کابوس شپه)، (د روح طوفان)، (یواځې توب)، (دوه ملګري)، (د یوې کلیوالې نجلۍ کیسې)، (ګنهګاره مور) او د لنډو کیسو ګڼ شمېر ټولګو ته اشاره کولای شو. هغه د خپل عمر له ۳۸ کلنۍ خخه په روحي ناآرامیو اخته وو او د عمر تر پایه یعنې تر ۴۳ کلنۍ پورې فلج او چوپ وو.
هغه بالاخره په  ۱۸۹۳ کال د سختې عصبي ناروغۍ له امله په ۴۳ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.