
لیکوال : عطا محمد میاخېل
ـــ د ګېس جالۍ د ویلش باش له خوا جوړه شوه .
ـــ پراشوټ په ۱۷۹۷ زېږدیز کال د لومړي ځل له پاره د اندري جیکوئس فرانس له خوا جوړ شو .
ـــ ټکیټر په ۱۸۹۲ زېږدیز کال د جان فرولک له خوا ایجاد شو .
ـــ ټانک په ۱۹۱۴ زېږدیز کال د ارنسټ سونتن له خوا جوړ شو .
ـــ بم تالت جوړ کړ .
ـــ ترمامیتر د لومړي ځل له پاره د ابن سینا له خوا جوړ شو .
ـــ ربړ د چارلس ګیدئیر له خوا را منځته شو .
ـــ ښیښه د بیستي رکس له خوا را منځته شوه .
ـــ صابون د لومړي ځل له پاره د بریش له خوا جوړ شو .
ـــ موټر سایکل د لومړي ځل له پاره د ایډورډ هټلر له خوا جوړ شو .
ـــ برېښنایي بطرۍ د لومړي ځل له پاره د وولټا له خوا را منځته شوه .
ـــ برېښنایي مقناطیس د لومړي ځل له پاره په کال ۱۸۲۶ زېږدیز کال د هنريبه له خوا جوړ شو .
ـــ دوربین د لومړي ځل له پاره د لیبرشي له خوا جوړ شو .
ـــ کښتۍ د لومړي ځل له پاره د نوح (ع) له خوا جوړه شوه .
ـــ تر ټولو لومړی عمر خیام په ریاضي کې د مکعبات په نامه کتاب ولیکه .
ـــ د ابو علي سینا د پلار نوم عبدالله وو .
ـــ ابن سینا په ۹۸۰ زېږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې .
ـــ د نوح بن منصور په نامه یو پاچا، چې په ډېرې سختې ناروغۍ اخته ابن سینا ۱۲ کلن وو، چې د نوموړي درملنه یې وکړه .
ـــ ابو ریحان البیروني په ۷۵ کلنۍ کې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .
ـــ اکبر پاچا د ۱۵۳۰ زېږدیز کال د ډسمبر په ۲۶ مه نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ د صلاح الدین ایوبي اصلي نوم یوسف وو .
ـــ اسدالدین شیر کوه د صلاح الدین ایوبي تره وو .
ـــ صلاح الدین ایوبي په ۵۵ کلنۍ کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .
ـــ صلاح الدین ایوبي د کردانو له قبیلې څخه وو .
ـــ د افلاطون لومړی نوم ارسطا کلیز وو .
ـــ افلاطون د سقراط شاګرد وو .
ـــ بقراط په ۳۷۷ قبل المیلاد کال د کوس په جزیره کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .
ـــ سقراط د یونان په اتن ښار کې وزېږېده .
نور بیا .....