فکري ښکیلاک


د تورې شپې په توره تیاره کې ډیر بینایان خپل لید لوری ورکوي او ډیر خلک په ګړنګونو ورپېښیږي.
د تروږمۍ پدې توره دربیله کې د ویرې او ډار ډیرې خاطرې خوندي وي او ډیر زړونه وهم وهلي وي.
د قیامت دغه شیبې ډیرې اوږدې وي او ډیر زړونه او فکرونه نا قراره وي.
وهم وهلي د سپین سهار له نرم نسیم او د لمر له ځلیدونکو وړانګو هم خوند نشي اخیستلی، ځکه د تورو شپو قیامت د ژوند له نعمتونو بې برخې کړي وي، او تل یې په زړه او ذهن د ویرې او ډار فلسفه حاکمه وي.
هو! فکري ښکیلاک پر فکرونو واکمن وي، انساني فکرونه تل په ویره او ډار کې اچوي، له خلکو جرئت او زړورتیا  اخلي، خلک تل مختاج او لاسنیوي ته اړباسي، ارزښتونه یې د منځه وړي او بالاخره یو ژوندی ملت د غفلت او غلامۍ په لوی او درانده خوب بیده کوي.

                                                                      ۱۳۹۴/۲/۲۴

                                                                    شاه شهید، کابل