د اوراورکۍ رڼا اوځلا!

 
 
اوراورکۍ ( اوربلکه ) يوه زړۀ  راښکونکې حشره ده  چې، په انګلېسي کې (Glow worm) ورته ويل کېږي. په شپه کې د اوراورکۍ رڼا او ځلا يوه په زړۀ پورې منظره ده. ماشومان د هغې د لېدنې لېوال دي. پوهانو له ډېرې پخوا زمانې راهيسې دا تلوسه درلوده، ترڅو د اوربلکې په رڼا او ځلا وپوهېږي. اوراورکۍ ته د شپې رڼا چينجى هم   وايي. نر او ښځه دواړه يې وزرونه لري. رنګ يې توراو بدن يې پوست دى. د ګلانو له زوښې (عصارې) څخه خپل خوراک چمتوکوي.  په استوانه يي سيمو کې په ډېر شمېر سره پيدا کېږي.د برېښنايي سپرغۍ په بڼه ورنه رڼاخپريږي. هغه ځاى چې، رڼا په کې تولېديږي،د خېټې په پاى او د بدن په وروستۍ برخه کې پرېوت ( موقعيت ) لري او د اعصابو پرمټ کنټروليږي. په دغه ځاى کې دوې کيمياوي مادې شته چې، لوسيفرين (Luciferin) اولوسيفراز (Luciferase) نومېږي. ( لوسيفراز هغه انزايمونه دي چې، د لوسيفرين د تجزيه کېدا لامل ګرځي). لوسيفراز له اکسيجن سره ترکيبيږي او رڼا توليدوي او لوسيفريس په دې ترکيب کې مرسته کوي. خودا د حيرانتيا وړده چې، دا وړانګونه ( تشعشع ) هېڅډول تودوخه نه توليدوي. دغه ډول رَودې او عمليې ته د حيواناتو خپرېدنه ( انعکاس ) وايي. لوسيفراز په اوراورکۍ حشره کې يوه فعاله رڼا بخښونکې ماده ده. هغه رڼا چې، له اوراورکۍ نه خارجيږي،  ژېړ يا نارنجي رنګ  لري. خو پوښتنه داده چې، ولې اوراورکۍ په شپه کې رڼا خپروي؟ ښايي يو دليل يې دا وي چې نراو ښځه ځان ته د يوبل راښکلولپاره دا رڼا خارجوي. بل دليل ښايي دا وي چې، د اوراورکۍ رڼا خپرول به د نورو الوتونکو د وېرې لاملېږي او په دې ډول سره به دوى د دښمن له بريد نه ژغورل کېږي. دليل يې چې، هرڅه وي، وبه. خو هرڅوک دې ته لېواله دي چې، په شپه کې د اوراورکۍ ننداره وکړي.
                                                                                                    فضل وزير هيله من