يو څو کيسه ګۍ/ ۲۲

 
انځورګر:
په ډوب سوچ کې يې انځور په ډیره آرامۍ وکیښ، ترې شاته شو، څه شیبه یې ژور ژور ورته وکتل، بیرته ور وړاندې شو او د مخ ګونځې يې ور تازه کړې...
زړه تنګي:
له کور نه په ګچ شوې پښه له ټککونو سره په آرام آرام راوواته سترګو ته یې لاس ونیو او پورته لمر ته یې وکتل تر شونډو لاندې یې وویل: ډېره موده مې دغو خړونو دیوالونو ته په پخواني نظر نه دي کتلي...
 
غمونه:
ښونکي يې نوم واخیست خو هغه په سولېدلي میز په یوه نقطه کې سترګې ګنډلې وې، ځینو وخندل او ځینې چوپ شول او د همیش په څیر يې ځیر ځیر ورته وکتل...
مینه:
له اوږده سوچ وروسته یې د کمپیوټر په ډسکټاپ خندان تصویر په رژیدلو پاڼو د ډک باغ په تصویر بدل کړ او انټرنټ اکسپلورر یې پرانست...
د ۲۰۱۴ د جنورۍ یودیرشمه، ډهلي – هندوستان
عزم:
د باښې بچی چې د چرګانو په فارم کې له هګۍ وتلی او ستر شوی وو، هیڅکله يې الوت تجربه نکړ ځکه فکر یې کاوه چې چرګ دی...
ژباړه او لنډون