غزل

 
ژوند څه دی؟ ايله سړی د خپل غرور غلام شي
ستا قد د الف په شان او زما قد لکه لام شــــي
اړوم د زړه د درد تســـبېح ګـــــــــــوتو کې اړوم
کله چې د عشق د لمونځ وروستی رکعت تمام شي
ستا د ناز شېرينې پتاسې پلو کې غوټه شي
زه بېرته ماشوم شمه او هسې مې ورپام شي
خود به خپلې ګوتې رېبي ستا د ښار لوګري نن
کله چې سپين مخ ټکري کې ونغاړې ماښام شي
راوړه په نعلونو يې هم ستا تېره باڼه وهم
راوړه ګوندې وي چې دا زلمی هوس مې رام شي
 
محب الرحمن محب