اکسېل اوبرویلنډ؛  د خوږو میلیاردر

 
زموږ په څېر په وروسته پاتې هېوادونو کې د کاروبارونو د ناکامۍ یو لامل د تداوم نه شتون دی. که پلار په یوه برخه کې کار پیل کړی و، تر هغه وروسته یې اولادونه دوام نه ورکوي او په نورو برخو کې کار ته مخه کوي. دغه ډول کړنې ډېر کله تمرکز او تداوم له منځه وړي او په دې توګه د بریالیتوب فرصتونه کمېږي.
په پرمختللې نړۍ کې بیا د یوه نسل له لوري پیل شوي کار ته د راتلونکي نسل له لوري دوام او پراختیا ورکول کېږي. د دغه ډول کاروبارونو یو مثال د « August Storck» په نوم د خوږو یوه جرمنۍ کمپنۍ دی چې پر فعالیت تر ۱۰۰ کلونو ډېر اوړي او له برکته یې « Axel Oberwelland» میلیاردر دی.
د اګوسټ سټورک په نوم د دې کمپنۍ د بنسټ ډبره په ۱۹۰۳ زېږدیز کال کې د جرمني د ویسټفالیا ښار په ختیځ کې اېښوودل شوې ده. بنسټګر یې له دوو نورو کسانو سره له بورې په لاس بېلابېل خواږه جوړول. تر ۱۹۰۱۰ کال پورې یې کارکوونکي درجنو ته ورسېدل، خو د لومړۍ نړیوالې جګړې له کبله یې کارونه له ستونزو سره مخ شول.
په ۱۹۳۴ زېږدیز کال کې یې د لومړي ځل لپاره تر یوه مشخص برنډ یا سوداګریز نوم لاندې تولیدات پيل کړل. دا د خوږو د تولید په برخه کې لومړنۍ جرمنۍ کمپنۍ وه چې خپلو تولیداتو ته یې سوداګریز نوم یا برنډ وټاکه.
د دې کمپنۍ مشهور برنډونه عبارت دي له «Kaufrüchtchen ، Mamba، Riesen،Nimm2،Merci، Campino، Werther s Original، Toffifee ، Knoppers ،Merci Crocant، Merci Pur، Nimm2 Lachgummi، Chocolat Pavot  Milkfuls، Minis zuckerfrei ، Nimm2 Lachgummi ، Nimm2 soft ، Moser-Roth  او Bendicks څخه.»
د همدې کمپنۍ پر مټ چې کارونه یې له دریو کسانو پیل شوي وو، د دې کورنۍ پنځه نسلونه د شتمنۍ او ښه ژوند څښتنان شوي دي.
اکسېل اوبرویلنډ د دې کورنۍ له څلورم نسل څخه دی چې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د کمپنۍ د ۱۰۰ کلیزې پر مهال د خپل پلار تر تقاعد وروسته د کمپنۍ د مشر په توګه وټاکل شو. د فوربس مجلې د شمېرو له مخې له دې کمپنۍ سره اوسمهال شاوخوا ۵۰۰۰ کسان کار کوي او تولیدات یې د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې پلورل کېږي.
د همدې مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مې د ۲۳ نېټې د شمېرو له مخې د اکسېل اوبرویلنډ پانګه دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام په جرمني کې ۴۰ ام ځای لري.
ده واده کړی او د المان په برلېن ښار کې ژوند کوي.
 دعه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.