
ګرانه وطنداره تاته وایم! په افغانستان کې اوسېږې، په افغانستان کې خورې څښې او په افغانستان کې آباد یې، خو راکړه ورکړه په کلدارو کوې او د افغانیو په کیسه کې هم نه یې. ورورجانه لږ شرم او انصاف پکار دی. د یو څو روپیو شخصي ګټې او څټې لپاره خپله ملي کرنسي په خطر کې آچوې، کمزورې کوې یې او کلدارې تقویه کوې. آیا نه وینې چې یو ډالر شپيتو افغانیو ته ورسېد؟ آیا نه وینې چې افغانۍ ورځ په ورځ را ټیټیږي او خپل ارزش له لاسه ورکوي؟
خوستیه تاته وایم، پکتیاوال او پکتیکاواله تاته وایم. ننګرهاریه، کنړیه او لغمانیه تاته وایم. آیا هغه وختونه دې دومره زرهیر کړل چې افغانیو نه دې کاغذونه جوړ شوې ؤ او په بوجیو کې به د په شا ګرځولې؟ آیا غواړې چې افغانې بیا په بوجیو کې په شا وګرځوې؟ زه پوهیږم چې ته دا کار نه غواړې. نو بیا څه شي ته سترګې په لار یې؟ د هېواد ټول خلک افغانې کاروي او ته لا تر اوسه په کلدارو راکړه ورکړه کوې. آیا ته د افغانستان نه یې او که څنګه؟ د نورو سیمو خلک دا کار نه کوي او تر اوسه یو هم له لوږې ندی مړ. انشالله ته به هم نه مرې. مخکې لدې نه چې ناوخته شي، زر تر زره پخپلو کې سلا او مصلحت وکړئ او له نویو والیانو سره پدې باب همکاري وکړئ. په همدې هیله. ومن الله توفیق.