په زړه پورې معلومات / پنځلسمه برخه

 
ـــ د اکسیجن عنصر په ۱۷۷۴ زېږدیز کال د جوزف پریسټلي له خوا وموندل شو .
ـــ د نایتروجن غاز په ۱۷۷۲ زېږدیز کال کې وپېژندل شو .
ـــ پنسلین د بریتانوي ساینسپوه الکزاندر فلیمنګ له خوا ایجاد شو .
ـــ کلورفارم د ډاکټر سمپس له خوا ایجاد شو او خوند یې خوږ دی .
ـــ د جراثیمو د له منځه وړلو له پاره د ډاکټر جوزف لسټر له خوا کاربولیک ایستر ایجاد شو.
ـــ د ټامس الوا ایډیسن په نامه ساینسپوه تر ټولو ډېر ایجادات کړي دي .
ـــ د هوا د ذراتو په وسیله د ماشین حرکت ورکوونکی د هالینډي کرسټاین هیوګنز له خوا جوړ شو .
ـــ کلورو تترا سایکلین په ۱۹۴۸ زېږدیز کال د منجمن دګر ایجاد شو .
ـــ ټیلیفون په ۱۸۷۶ زېږدیز کال د ګراهم بېل له خوا جوړ شو .
ـــ د کارټوني فلم را منځته کوونکی والټ دزني دی .
ـــ پوزیترون په ۱۹۳۲ زېږدیز کال د ایندرسن له خوا ایجاد شو .
ـــ د نظر د کمزورۍ د لرې کولو چشمې د راب بېکن له خوا ایجاد شوې .
ـــ پندولیم د ګالیله له خوا ایجاد شو .
ـــ د برېښنا ګروپ د ټامس ایډیسن له خوا ایجاد شو .
ـــ راډیو په ۱۹۰۱ زېږدیز کال د مارکوني له خوا جوړه شوه .
ـــ د فوتو کاپي ماشین په ۱۹۰۰ زېږدیز کال د رین فراګن له خوا جوړ شو .
ـــ د کالیو وینځلو ماشین په ۱۹۰۷ زېږدیز کال د ایلوا ای یشر له خوا جوړ شو .
ـــ د چین د مشهور شخصیت سن یات سن قبر د چین په نانکنګ کې دی .
ـــ په ترکیه کې د وروستي عثماني خلیفه نوم دویم سلطان عبدالحمید وو . 
ـــ د نور جهان مقبره د نوموړې له خوا خپله جوړه شوې وه .
ـــ ارسطو د سکندر استاد وو .
ـــ ابو ریحان البیروني په په خوارزم کې زېږېدلی وو .
ـــ افلاطون ۴۲۷ کاله مخکې له میلاد څخه د یونان په اتن ښار کې زېږېدلی وو .
ـــ له سلطان صلاح ایوبي څخه وروسته د هغه ځای ناستی د نوموړي ورور ملک عام وو .
ـــ د چنګېز خان اصلي نوم تموجن وو .
ـــ چنګېز خان تر ټولو لومړی خورازم شاه سره د جګړې په ډګر کې مخامخ شو .
ـــ جابر بن حیان ته د کېمیا پلار وایي .
ـــ د اسلامي نړۍ تر ټولو لومړی جغرافیه لیکونکی احمد بن ابي یعقوب دی .
ـــ د البیروني بشپړ نوم ابوریحان محمد بن احمد البیروني دی .
نور بیا .....