
د نړیوال ادب مخکښه څېره ویکتور هوګو وايي هېڅ شی د هیلو او خوبونو په پرتله د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول نه لري. هغه کسان چې خپلې هیلې او خوبونه پر اهدف بدلولی شي، د ترلاسه کولو لپاره یې هم هېڅ راز هڅې نه سپموي او کله چې هڅه وشي، داسې کارونه ترسره کېدای شي چې ډېرو ته ناشوني ښکاري.
جاپاني میلیاردر شيجينوبو نګاموري « Shigenobu Nagamori» خپل یو خوب ریښتیا کړ او پر مټ یې تر میلیاردرۍ ورسېد.
نوموړی د جاپان د کیوټو سیمې د یوه بزګر زوی و. ده شپږ وروڼه او خویندې درلودې او د ماشومتوب پر مهال به یې له خپل پلار سره د هغه په کارونو کې مرسته کوله. له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د یوه سکالرشیف له لارې د انجنیرۍ پوهنځۍ ته لاره وموندله.
نګاموري له پوهنتون تر فراغت وروسته له دوو جاپاني کمپنیو سره د انجنیر په توګه دنده ترسره کړه. تر څه وخت کار وروسته یې د خپلې کمپنۍ د جوړولو هوډ وکړ. نګاموري وايي په ۱۹۷۰ کال کې د ده دا خوب چې معمولي موتور« motor» به پر الکترونکي او د کنټرول وړ موتور باندې بدلوي یو افسانوي مفهم ګڼل کېده.
نګاموري چې د خپل کاروبار طرحه له مور سره شریکه کړه، هغه ورسره مخالفت وکړ. مور یې ورته وویل چې د نوموړي کار قمار ته ورته دی او په دې سره به دی خپله ټوله شتمني له لاسه ورکړي. نګاموري چې پر خپلې طرحې یې باور درلود مور ته قناعت ورکړ او په ۱۹۷۳ کال کې یې د « Nidec» په نوم د الکترونیکي موتورونو د تولید کمپنۍ رامنځته کړه.
دی وايي په دغه کال کې د نفتو او انرژۍ د بیې بې ساري لوړوالي هم د ده له کار سره پام وړ مرسته وکړه، ځکه ده داسې موتورونه جوړول چې لګښت یې کم و.
دا کمپنۍ اوسمهال د موتورونو په نړیوال مارکېټ کې مخکښ نوم لري. د روان کال تر لومړیو پورې د نیډيک تر چترلاندې په جاپان، اسیايي هېوادو، اروپا او امریکا کې ۲۳۰ فرعي کمپنۍ کار کاوه.
نوموړي اوسمهال د کمپیوټر لپاره د موتورونو پر جوړولو سربېره خپل فعالیتونه په موټرو کې نصبېدونکو کمپیوټرو ته غځولي دي.
ده دغه راز په ۲۰۱۴ کال کې د « Nagamori Award» په نوم یوه جایزه هم اعلان کړه چې د موتورونو د تکنالوژۍ په برخه کې مخکښو انجنیرانو ته به ورکول کېږي.
د شینجیونو نګاموري د ژوند او بریالیتوبونو په اړه لیکل شوی کتاب اوسمهال د کیوټو ښار په یو شمېر ښوونځیو کې تدریسېږي. نوموړي په دې اړه فاینېنشل ټایمز ته د مرکې پر مهال د دغه کار هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دی هیله من دی، دغه کتاب ځوانان وهڅوي چې ده ته ورته کارونه وکړي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د مارچ د ۲۲ نېټې د شمېرو له مخې د شینجیونو نګاموري پانګه دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۳۴ ام په جاپان کې ۱۲ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د جاپان په کیوټو کې ژوند کوي.
دعه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.