زه د هغه چنار پاڼه یم

 
زه د هغه چنار پاڼه یم،.... چې سهار او ماښام به
بوراګانو سندرې پکې ویلې...او تل به یې
د مستو پېغلو سیلونه کول،.... چې له منګیو سره به
د ده لاندې په شرنګ او شرونګ تېرېدې.....
خو افسوس چې بې وخته مې رنګ زیړ شو
او د خزان سړو بادونو په کراره پرې نه ښودم....
له چناره یې را ختا کړم او لاندې په ځمکه یې
راوغورځولم،....خو ظالمو او له قهره ډکو طوفانونو
هلته هم پرې نه ښودم او په یوه نا معلوم لورې یې
په هوا کړم....عثمان.ر