
ژباړه او راټولونه: عبدالله الهام جمالزی
فیودور میخاییلوویچ داستایفسکي (FedorMikhailovichDostoyevskiy)د ۱۸۲۱ کال د اکتبر په دېرشمه نېټه په مسکو کې په هغه روغتون کې نړۍ ته سترګې وغړولې چې پلار یې په کې په دنده درلوده.
پلار یې له یوکراين څخه مسکو ته کډه کړې وه او مور یې هم د مسکو د یو سوداګر لور وه، هغه لس کلن وو چې مور او پلار یې مسکو ته څېرمه د تولا ښار په څنډوکې یوه مزرعه واخیسته او له هغې وروسته به په اوړي کې دې سیمې ته تلل.
له ۱۸۳۴ کال وروسته له خپل ورور سره یوځای د شپې لیسې ته ولاړ، پنځلس کلن وو چې مور یې له دنیا سترګې پټې کې، په همدې کال یې په پترزبورګ کې د پوځي انجنیرۍ پوهنځۍ ته ازموینه ورکړه او په ۱۸۳۸ کال دې پوهنځۍ ته لاړ، یو کاله وروسته یعني په ۱۸۳۹ کال یې د بزګرانو په لاس د خپل پلار د وژل کېدو خبر هم تر لاسه کړ.
په ۱۸۴۳ کال د افسرۍ په رتبه له پوځي پوهنځۍ څخه فارغ شو او د دفاع وزارت په انجنیرۍ اداره کې یې دنده هم وموندله. د ۱۸۴۴ کال تر اوړي پورې یې د پلار ارث هم په زیاتو لګښتونو او خرڅونو تمام کړ او په همدې کال یې له پوځ څخه استعفاهم ورکړه.
د ۱۹۴۴ او ۱۸۴۵ په ژمي کې یې د بې وزله خلک لنډ ناول ولیکلو چې پدې توګه د سترو روسي لیکوالو ټولنې ته ننوت او شهرت یې تر لاسه کړ او په دوه نورو کلونو کې یې هم درې نور ناولونه هم ولیکل.
په ۱۸۴۹ کال کې د پټو پولیسو لخوا د پرځونې د هڅو په جرم ونیول شو، پوځي محکمې خو یې د اعدام غوښتنه وکړه چې د ډسمبر په نولسمه نېټه پکې سپکوالی راغی او څلورو کلونو بند ته راښکته شو او بالاخره د پولیسو په ساده جامه کې په خدمت بدل شو.
د جلاوطنۍ او جېل پر مهال له مغزي حملو سره مخ شو او د عمر تر پایه ورسره لاس او ګرېوان وو. د ۱۸۵۴ کال د فبرورۍ په ۱۵ نېټه له جېله بهر شو تر څو د خپلو مجازاتو بل پړاو د عادي سرتیري په جامو کې تېره کړي او د عادي مامور په توګه سمیپالاتینسک ته واستول شو.
د ۱۸۵۷ کال د فبرورۍ په شپږمه نېټه یې د ګمرک د یو پخواني کارونکي له کونډې (ماریا دیمیتریونا) سره له دوه کاله مینې وروسته واده وکړ. د ۱۸۵۹ کال په پسرلي کې یې له پوځ څخه استعفا ومنل شوه او مسکو ته ولاړ. د کاکا خوب او د شپیانچیکوو کلی دوه داستانونه یې لیکل او چاپ کړل. او له هغه ځایه هم پترزبورګ ته لاړ.
د ورمیا په خپرونه کې چې دهغه ورور خپروله خبریالۍ ته یې مخه کړه. د ۱۸۶۲ کال له جون میاشتې یې تر اګست میاشتې پورې اروپا ته سفر وکړ او په ورمیاکې یې د بې شرمانه کیسه هم چاپ کړه. د ۱۸۶۳ کال په جون میاشت کې ورمیا وتړل شوه او د دې کال اوړی او منی یې په اروپا کې له خپلې مینې سره تېر کړ، د ۱۸۶۴ کال د اپریل په شپاړسمه نېټه یې مېرمن ماریا دیمیتریونا له نړۍ سترګې پټې کړې او د جولای په لسمه نېټه یې مشر ورور ومړ.
په ۱۸۶۶ کال یې جنایت او مکافات ولیکه او د همدې کال په اکتبر میاشت کې یې د قمارباز ناول په شپږوېشت ورځو کې بشپړ کړ.
د ۱۸۶۷ کال د فبرورۍ په ۱۵ نېټه یې له آنا سره واده وکړ او دواړو اروپا ته سفر وکړ او د ۱۸۷۱ کال په اوړي کې بېرته روسیې ته ولاړ. پدې سفر کې یې څو ځله په قمار کې پیسې بایلودې.
د ۱۸۶۹ کال په جنورۍ میاشت کې یې په فلورانس کې د احمق ناول پای ته ورساوه او د همدې کال په سپتمبر میاشت کې یې د لیوبوف په نوم لور نړۍ ته سترګې وغړولې.
د ۱۸۷۱ کال په جولای کې یې د پېري ځپلو داستان پای ته ورساوه او د همدې کال په اوړي کې یې د فدیا په نوم زوی نړۍ ته سترګې وغړولې.
د ۱۸۷۳ کال په پیل کې د ګراژدانین مجلې اېډېټر شو او د راتلونکي کال تر مارچ میاشتې پورې یې دغه کار ته دوام ورکړ. د ۱۸۷۵ کال په اوږدو کې یې د اوتچستیه زابیسکي په مجله کې دوه ناورلونه هم خپاره شول.
د پوشکین د نمانځنې په درې ورځني جشن کې یې خپلې وینا هغه د شهرت اوج ته ورساوه او بالاخره د ۱۸۸۱ کال د فبرورۍ په لومړیو کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې.